جو بايډن ته د افغانې خبريالې زرغونه منګل پرانيستی ليک
۱۲ دلو ۱۳۹۹ 210604 0 نظر سرخط ورځپاڼه

جو بايډن ته د افغانې خبريالې زرغونه منګل پرانيستی ليک

 

زه زرغونه منګل نومېږم، د ازادې اروپا د ازادي راډيو د افغان څانګې کارکوونکې يم.

په ټاکنو کې د بريا مبارکي درکوم او بايد ووايم چې زښتو زياتو افغانانو د امريکا د متحده ايالاتو په ټاکنو کې ستاسې بريا په نېک پال نيولې او ډېرې هيلې يې درپسې تړلې دي.

 

نه پوهېږم په ياد به مو وي که نه، تاسې په دوه زره نهم کال کې د مرستيال ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته، په پراګ کې زموږ دفتر ته راغلي واست او موږ ته مو تر غوږ را تېره کړه چې د افغانانو باور تر لاسه کول څومره مهم دي.

 

د هماغه باور په اساس، نن لومړی غواړم تاسې د يوه پلار په توګه مخاطب کړم او بيا درڅخه ځينې غوښتنې وکړم.

 

تاسې د خپلو اولادونو د مرګ درد ليدلی او په دې به هم پوهېږئ چې افغانانو دغه دردونه دومره ډېر ليدلي دي چې حتا اوس د دغسې دردوونکيو خبرونو له اورېدو سره عادت شوي دي.

 

زما په وطن کې له لسيزو راهيسې جګړې روانې دي، مېندې او پلرونه له جنګ ځپليو کارځايونو نيولې، په جنګ کې تر سوځېدليو باغونو او په همدې جګړه کې د نړېدليو کورونو په کنډوالو کې ژوند تېروي، خو همالته هم ورپسې په چاودنو، ځانمرګيو او نښتو کې د دوی د شېرينو اولادونو د وژل کېدو خبرونه ورځي.

 

تاسې به د خپلو اولادونو کالېزي څومره په جوش او خروش نمانځئ، هغه لحظه به مو هم تر اوسه په ياد وي چې لورکۍ دې په لومړي ځل پنسل په ګوتو کې نيولی و، اما اوس زما د وطن په اړه فکر وکړه؛ هلته مېندې او پلرونه خپل نازولي اولادونه له شکېدليو څپلکو او زړو بکسو سره ښوونځيو ته لېږي، اما له هغې خوا يې جسدونه ورته راځي.

 

زه باور لرم چې په افغاستان او امريکا کې مېندي او پلرونه له اولادونو سره يو ډول مينه کوي او په دې هم پوهېږم، اولادونه چې ومري، د مېندو او پلرونو زړونه ورپسې يو ډول څړيکې کوي.

 

ښاغلی جو بايډن!

په ډېر درنښت درڅخه هيله کوم، د ولسمشري لوړه چې کوې، زما د وطن دغه کيسې دې هېرې نه شي.

 

زه په خپله ټوله عاجزي يوه غوښتنه درڅخه کوم، له طالبانو سره چې هره اړيکې نيسې او يا معامله ورسره کوې، لومړی ورڅخه ضمانت واخله چې جنګ به دروي او اوربند به کوي.

 

تاسې او ستاسې اداره چې راتلونکې پاليسي جوړوي، د دې عاجزه بنده يوه غوښتنه هم درسره په پام کې ولره چې زما وطن مه هېروه. زموږ خلکو ته پر يوه داسې لاره کار وکړئ چې ټولو اړخونو ته د منلو وي.

 

ښاغلی بايډن!

موږ پوهېږو چې زموږ وطن له لېتيمو، يورانيمو او پرېمانه نورو طبيعي زېرمو ډک وطن دی. په دې هم پوهېږو چې له نورې نړۍ سره څنګه ژوند وکړو او څه راشه درشه ورسره ولرو او په دې مو هم سر خلاصېږي چې نړيوال ملګري مو زموږ په چارو کې څومره دلچسپي لري.

 

ښاغليه!

موږ يو متل لرو، وايي، غوټه چې په لاس خلاصېږي، غاښ ته يې حاجت نه‌شته. د خپل منځي اړيکو جوړولو لپاره له زوره کار اخيستل ګټه نه کوي، بلکې زما د وطن خلکو ته نورې ستونزې هم جوړوي، بيا په ځانګړې توګه په داسې وطن کې لکه زما چې دی، چېرته چې بشري حقونه او جمهوري نزاکتونه چا ته مهم نه دي، هلته دومره ناپامي او زورګويي لويه بلا را ولاړوي.

متقابل احترام، رښتينې خبرې او اخلاص به زموږ ټولې ستونزې هوارې کړي.

 

يو وار بيا غوښتنه درڅخه کوم، د افغانستان په اړه چې هره پاليسې جوړوې، د يوه خواخوږي انسان او يوه درېدلي پلار په توګه مخ کې لاړ شه او دا خبره مې مه هېروه چې پر طالبانو ټينګار وکړه چې جنګ ودروي.

 

د امريکا ولسمشري يوازې د امريکايانو لپاره نه ده، په تاسې پسې د نړۍ د ډېرو انسانانو برخليک تړلی، نو پام دې اوسه چې درڅخه خوږ نه شو.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې