مخ‌ګوزار
۱۱ دلو ۱۳۹۹ 157622 0 نظر څارنوال عمر شفیق

مخ‌ګوزار

 

ليکوال: څارنوال عمر شفيق

د يوه يا څو هېوادونو پر وړاندې پټ جګړه یيز اقدامات دي، چې د ګواښ احساس او يا د بريد ډار ترې کېږي، خو مقابل لورى پرې وار مخکې کړي. دې ته مخ‌ګوزار يا وار مخکې کول وايي.

مخ‌ګوزار د نيابتي جګړو پټ تکتيک دى. که څه هم نيابتي جګړې خورا پېچلي دي، خو په عين حال کې يې پېژندنه هم اسانه ده.

د نيابتي جګړو ځانګړنې ډېرې دي، خو که هره جګړه چې لاندې ځانګړنې ولري نيابتي جګړه بلل کېږي او ښکېل اړخونه هسې په شنه زور ملي، ديني او مذهبي توجيهات ورکوي.

لومړۍ؛ په نيابتي جګړه کې بايد درېيم ځواک لاس ولري. په دې مانا چې جنګي سټراټيژي او پلان بايد درېيم ځواک جوړ کړي.

دويم؛ د جنګي ډلو په تشکيلاتو کې د درېيم ځواک رول تر دې کچې بارز او برجسته وي، چې حتا د نظامي مسوولينو ټاکل او عزلول هم د دوى په مستقيم امر ترسره کېږي.

درېيم؛ د جنګي ډلو او درېيم ځواک تر منځ سل سلنه همغږي موجوده وي. په دې مانا چې جنګي عمليات د درېيم ځواک په مشوره ترسره کېږي او د جنګي عملياتو لپاره بايد د درېيم ځواک اجازه شتون ولري.

څلورم؛ پر جنګي عملياتو درېيم ځواک بشپړه څارنه، ارزونه او شننه لري او جګړه په داسې ډول پر مخ وړل کېږي، چې د درېيم ځواک له موخو او اهدافو سره مستقيمې اړيکې ولري. که ساده ووايو جګړه بايد د درېيم ځواک د موخو د پوره کولو او تحقق لپاره ترسره شي.

پنځم؛ د جګړې جغرافيه پردۍ وي او درېيم ځواک پرې بشپړ تسلط لري، تر څو د جګړې کنټرول يې له لاس ونه وځي.

 

شپږم؛ د جګړې پر مخ وړلو لپاره قومي ملېشې، افراطي ترهګرې ډلې او امنيتي شرکتونه موجود وي او د بديل ځواک په توګه کارول کېږي؛ تر څو جګړه په قراردادي ډول او د پلان سره سمه پر مخ يوړل شي. 

د نيابتي جګړو بېلګې په يمن کې د امريکا لخوا د سعودي عربستان ملاتړ دى، چې د ايران د نفوذ کمولو لپاره ترسره کېږي، په سوريه کې د امريکا، روسيې او ايران لخوا له جنګي ډلو ملاتړ دى، چې يو د بل نفوذ ځپي او هر يو خپل بهرني اهداف تر لاسه کوي، په عراق کې د ايران لخوا د شيعه ملېشو ملاتړ دى، په اوکراين کې د مسکو لخوا له جلا غوښتونکو ملاتړ دى، چې اوکراين له لويديځ سره نږدې نه شي او همدارنګه د افغانستان په قضيه کې د پاکستان، ايران، چين، روسيې او نورو عربي هېوادونو لخوا د طالبانو او نورو افراطي ترهګرو ډلو ملاتړ دی.

پاکستان د طالبانو له تمويل، تجهيز او ملاتړ څخه په افغانستان کې د هند نفوذ کمولو او همدارنګه له افغانستان سره د ځينو جغرافياوي ملاحظاتو په خاطر ګټه اخلي.

پاکستان اصلاً په سيمه کې ډېر کمزورى هېواد دى، خو د ژور سياست او داخلي سټراټيژيکې نظامي همغږۍ په اساس يې له جوړېدو راهيسې د خپلو دوو ګاونډيو مخالفو هېوادونو هند او افغانستان پر وړاندې د نيابتي جګړې قوي اړخ نيولى او د مخ‌ګوزار پاليسي تعقيبوي، چې په نتيجه کې يې خپلې نړيوالې او سيمه يزې ګټې خوندي کړي دي.

نړيوالې ګټې يې هغه مفاد دی، چې له نړيوالو يې له ترورېزم سره د مبارزې په نوم تر لاسه کوي. د دغو مرستو پر مټ بېرته ترورېزم ته وده ورکوي او په اساس يې خپل نړيوال سياسي پراسټيژ ساتي.

سيمه يزې ګټې يې د هند له خطر څخه خونديتوب او د افغانستان په کورنيو چارو کې د مداخلې پراختيا ده، تر څو افغانستان خپلو حياتي موخو ته ونه رسيږي.

ايران د ډېرو مذهبي مخالفتونو او دښمنيو سره سره طالبان د امريکا د بوخت ساتلو لپاره له خپلو مرستو برخمن کړي دي. په دې لوبه کې يې روسيه هم لاسنيوى کوي. روسيه بل هدف نه لري يوازېنى هدف يې د امريکايي اهدافو ننګول او ګواښل دی.

 

وروستيو کې د ايراني استخباراتي مشرانو بيانيې او طالب مېشتو سيمو ته د منفجره موادو لېږد د دې ثبوت دى، چې ايران طالبانو ته هر راز جنګي او استخباراتي مرستې رسوي.

روسيه، چين او نور عربي هېوادونه طالبانو ته سياسي مورال ورکوي او د جنګي مرستو د لېږد عمليه ايران او پاکستان ترسره کوي. يانې دوى طالبانو ته مستقيماً جنګي مهمات او پيسې نه ورکوي؛ بلکې دوى يې ايران او بالخصوص پاکستان ته سپاري او هغه يې پر طالبانو او نورو سيمه يزو افراطي ترهګرو او جګړه مارو ډلو وېشي.

کله چې روسان په ۱۹۷۹ زيږديز کې افغانستان ته راغلل. امريکا او متحدينو يې د نه پرمختګ او ناکامۍ لپاره د مخ‌ګوزار مماثلين د پاکستان پر مټ پيدا کړل او روسان يې پوره ۹ کاله او ۵۳ ورځې د افغانستان په خورا خونړي وضعيت کې بوخت وساتل.

روسانو غوښتل افغانستان يې قوي متحد واوسي، خو دا چاره امريکا ته د منلو وړ نه وه. امريکا په سيمه کې د نورو اسلامي هېوادونو په مرسته ديني همغږي رامنځته کړه، عربي او نورو ذيدخلو هېوادونو استخبارات يې د پاکستان په فضاء را مارش کړل او د دوى په مرسته يې له روسانو سره تر دې کچې تر ګريوان ونيول لکه په سپينه ماڼۍ چې ورختلي وي.

بالاخره روسانو د انساني او اقتصادي سرچينو د کمښت او د بريا د نه تضمين له کبله شاته تګ وکړ او افغانستان يې پرېښود.

روسان نه د مخ‌ګوزار مماثلينو مات کړي او نه د جينوا توافقاتو اړ کړي دي، چې افغانستان پرېږدي؛ بلکې روسان امريکا د نيابتي جګړې شريکانو او پرژه يي جنګاليو پر مټ وپرځول.

دا وخت چې هر څوک د روس او افغان جګړې په اړه نظر ورکوي. تائيدوي چې هغه د امريکا او نورو شريکانو د ګټو د خونديتوب جګړه وه. حتا ځينې جنګي مشران دا هم مني چې دوى هغه وخت نه پوهېدل، چې د امريکا او شريکانو لپاره يې جګړه کوي.

د افغانستان اوسنۍ قضيه له هماغه وخته جريان لري. دا چې ولې ځينې وخت امريکا او نيابتي شريکانو يې مستقيم دخالت نه درلود، دا مهمه نه ده. مهمه دا ده، چې په څومره اندازه مداخلې ته اړتيا پيدا کېږي او کوم اړخ او کله مداخله وکړي.

 

په دې مانا چې د اوسنۍ جګړې سرچينه نيابتي ده او د ذيدخلو اړخونو لخوا مکرراً د مخ‌ګوزار پاليسي تعقيبيږي. د امريکا او طالبانو تر منځ د شراکت نظريه د شته دلايلو پر بنسټ ناسمه ده، ځکه څومره چې امريکا ضد عناصر کړول شوي ول؛ هاغومره يا له هغه زيات بايد امريکا وځورول شي او زور يې اوبه شي.

څوک چې د امريکا او طالبانو د شراکت نظر ور کوي، د هغوى استدلال دا دى، چې ولې طالبان عجلتاً نه ځپل کېږي او همدارنګه د امريکا اوسني تعاملات او نرمښت ته د شک په نظر ګوري.

د امريکا د وروستيو تعاملاتو دليل د امريکا اوږدمهاله ښکېلتيا ده. امريکا بايد د خپلو سياسي اهدافو له تضمين سره هممهاله له جګړې هم په بريالۍ توګه ووځي او د نورو سټراټيژيکو اهدافو خوا ونيسي. امريکا ته خپل اهداف مهم دي نه د انسانانو وژل. دا اهداف کېدلى شي د جګړې خلاف په سياسي تفاهم او تعامل ترلاسه شي. په دې دليل امريکا طالبانو ته رسنيز او نه تضمين شوي امتيازات ورکوي او په بدل کې يې د طالب لکۍ تر پښو لاندې کوي.

اوسنۍ جګړه کې د نيابتي جګړې او د مخګوزار پاليسۍ ټولې ځانګړنې شتون لري او هر اړخ يې څرګند دى.

هر څوک چې د ارضي تماميت، ملت ژغورنې، دين او مذهب توجيهات ورکوي. هغوى يا خپله د مخ‌ګوزار پاليسۍ طراحان دي، يا يې اجراء کوونکي او يا يې ذينفعان دي؛ ځکه د نيابتي جګړو د پر مخ وړلو لپاره ځنځيري ترکيب او تسلسل جوړيږي. د دې تسلسل روان ساتل نه د طالب کار دى، نه د داعش او نه د بلې افراطي ترهګرې ډلې کار دى.

د جګړې د شدت او روان ساتلو لپاره همدغه د ارضي تماميت او خودمختارۍ انګېزه، د ملت ژغورنې او بسياينې روحيه، د دين او مذهب جذبه د کتلست په توګه کارول کېږي، د جګړې پر تداوم د مخ‌ګوزار پاليسي تعقيبېږي، د نيابتي جګړو شريکان خپل مخالفين ځپي او په دې ترتيب هر اړخ خپلې ملي ګټې خوندي کوي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې