د عربستان پر پلازمېنه ويشتل شوی توغندی شنډ شوی
د سعودي عربستان رسنۍ وايي، حوثي ياغيانو له يمن څخه د سعودي عربستان پلازمېنه رياض په يوه توغندي ويشتې، خو د رياض اسمان ته د توغندي له رارسېدو سره سم، شنډ کړل شوی دی.
دوی وايي، د توغنديو دفاعي سيسټم دغه توغندی په هوا کې له منځه يووړ، خو چاودنې يې په درست ښار کې خلک وېرولي دي.
د يمن حوثي ياغيان وخت ناوخته پر عربستان بېلسټيک توغندي توغوي، خو دفاعي سيسټم يې په هوا کې له منځه وړي.
د حوثي ياغيانو ملاتړ د ايران اخوندان کوي.
0 نظرونه