ايټاليا له افغانستان سره د همکاريو ډاډ ورکړی
۸ دلو ۱۳۹۹ 127734 0 نظر سرخط ورځپاڼه

ايټاليا له افغانستان سره د همکاريو ډاډ ورکړی

 

 

 

د افغانستان ملي امنيت شورا وايي، د ايټاليا د دفاع وزير لورنزو ګوريني، د ملي امنيت له سلاکار ډاکټر حمدالله محب سره په ليدنه کې له افغانستان سره د خپل هېواد د همکاريو ډاډ ورکړ.

سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې امنيت شورا ويلي دي چې په دغه ليدنه کې ګوريني وويل، ايټاليا د ناټو سازمان په چوکاټ کې د افغانستان د ملاتړ د دوام تر څنګ په نورو برخو کې هم د دوه‌ اړخيزو همکاریو پياوړتيا ته تیاری لري.

 

هغه زياته کړې چې هېواد يې د افغانستان د دولت او شرایطو د تقاضا له مخې د ناټو د هغو تصميمونو ملاتړی دی چې د تاوتريخوالي کمښت، د سولې په پروسه کې پرمختګ او له ټروريسټي ګروپونو سره د طالبانو اړيکې پکې ارزول کېږي.

 

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د ملي امنيت سلاکار او ګوریني د يو موټي، حاکم، ډيموکراټيک او سوله‌ييز افغانستان او د تېرو دوو لسيزو د لاس ته راوړنو پر خونديتوب هوکړه وکړه چې د ټولو افغانانو په تېره بیا ښځو او اقلیتونو حقونه پکې خوندي وي.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې