ډاکټر محب وايي، د طالبانو په اوړو کې شګې دي
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمد الله محب وايي، طالبان تر اوسه سولې ته چندان نيت نه لري او لا هم خپلې ټولې چارې د ټروريسټانو غوندې پر مخ بيايي.
ډاکټر محب وايي، سره له دې چې حکومت د طالبانو غوښتنې ومنلې، زرګونه، قاچاقبر، قاتلان او مجرمان يې ور خوشې کړل، خو طالبانو هيڅ داسې اقدام نه دی کړی چې وښيي دوی سوله کوي.
ده دغه څرګندونې د هوايي ځواک په قول اردو کې د خبرو پر مهال وکړې.
ډاکټر محب وويل، په دې هر څه سربېره، طالبانو نه یوازې خپلې جګړې کمې نه کړې، بلکې د سولې له مذاکرو سره سره یې د سولې لپاره غږ په جګړه ځواب کړ.
"زموږ قهرمان امنیتي او دفاعي ځواکونه یې په نښه کړل. پر دوی یې حملې وکړې. په لار کې یې خلک له موټرو ښکته او بندیان کړل. غیر مشروع ګمرکونه یې ایجاد کړل، پر سړکونو راووتل او خلک یې وځورول. په ښارونو، په ځانګړي ډول کابل کې یې هر هغه څوک چې دوی فکر کاوه یو غږ لري، په نښه او شهیدان کړل. له مذاکرو وروسته زموږ ټیم د سلا مشورو لپاره افغانستان ته راغی، دوی ثابته کړه چې د دوی کور او باداران چېرې دي، دوی خپلو بادارانو سره خبرو ته لاړل."
د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب وايي، په افغانستان کې پر ټولګټو پروژو د طالبانو د حملو دوام ثابته کړه چې دا یوه ټرورېستي ډله ده او د سولې نیت نهلري.
0 نظرونه