ملګرو ملتونو خپل کارکوونکي په پيایاي کې له سفره منع کړل
ملګرو ملتونو خپل ټول کارکوونکي د پاکستان د نړيوال هوايي شرکت په الوتکو کې له سفر کولو څخه منع کړي دي.
ملګرو ملتونو خپلو کارکوونکيو ته ويلي دي چې د اړتيا پر وخت دې په هغو الوتکو کې سفرونه وکړي چې په افغانستان پسې تړلې دي.
دوی دغه پرېکړه وروسته له هغه وکړه چې اندونېزيا د پاکستان يوه الوتکه د پور د نه ورکړې له امله ورڅخه ودروله او په دې سربېره، د پيایاې د دوه سوه او دوه شپېته پيلوټانو لايسنسونه جعلي وختل.
د پيایاې د پيلوټانو د لايسنسونو تر جعلي ختلو وروسته اروپايي اتحاديې، امريکا او بريټانيا خپلو هېوادونو ته د پاکستانيو الوتکو په ورتګ بنديزونه ولګول
0 نظرونه