محب د څلورو ولايتونو امنيتي حالت ارزولی
ملي امنيت شورا وايي، د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن له ولسمشر غني سره يو ځای په سفر کې د څلورو ولايتونو له مهمو امنيتي چارواکيو سره پر امنيت غږېدلی.
ډاکټر محب د هرات، فراه، بادغيس او غور له امنيتي چارواکيو سره په ۲۰۷ ظفر قول اردو کې امنيتي غونډه کړې.
امنيت شورا سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې ډاکټر محب په دې ناسته کې د دغو ولايتونو له واليانو، د ظفر قول اردو له قوماندانانو، امنيه قوماندانانو، ملي امنيت له رييسانو او د لواګانو له قوماندانانو سره د حکومتولي پر پياوړتيا خبرې وکړې او د هرات، فراه، بادغيس او غور ولايتونو عمومي امنيتي وضعيت يې و ارزاوه.
امنيت شورا وايي، د ملي امنیت سلاکار د هېواد د امنيتي او دفاعي سرتېريو د تعبيې او د امنيتي ارګانونو تر منځ د همغږي د زياتېدو په موخه امنيتي مسوولانو ته لازمې سپارښتنې وکړې او د سرتېريو لاس ته راوړنې او قربانۍ يې وستايلې.
0 نظرونه