ملا برادر پر وسله لاس وهلی؛ طالبان وايي، که امريکا سرتېري و نه باسي، خطرناکې پرېکړې به وکړي
طالبانو د امريکا نوي حکومت ته ګوته څنډلې ده چې که په توده کې سړه راولي او د سولې پروسه سمه پر مخ بو نه ځي، دوی به خطرناکې پرېکړې وکړي.
د طالبانو مرستيال مشر ملا برادر اخوند په يوه وروستۍ مرکه کې ويلي، تر اوسه د سولې پروسه ښه روانه ده، خو که امريکا خپل سرتېري و نه باسي، دوی به لا خونړي شي.
ده ويلي دي، طالبانو له امريکا سره تړون کړی و چې په اساس به يې، په څوارلسو مياشتو کې امريکايي سرتېري له افغانستان څخه وځي، خو وايي، اوس حالت سم نه ورته ښکاري.
ملا برادر ويلي، که امريکا له افغانستان څخه د سرتېرو د ايستلو پروسه ځنډوي، يا يې لغوه کوي، دوی مجبوره دي چې خطرناکې پرېکړې وکړي.
بردار نه دي ويلي چې خطرناکې پرېکړې به يې څه وي.
ده پر افغان حکومت هم غږ کړی دی چې په زندانانو کې پاتې نور طالب بنديان دې هم خوشې کړي او په دې سربېره يې له تور ليسټ څخه د طالبانو د ايستلو فرمايش هم وړاندې کړی دی.
وړمه ورځ د امريکا نوي نوماند د دفاع وزير ويلي و چې پر هغه تړون به له سره غور کوي چې ټرمپ له طالبانو سره امضا کړی و.
0 نظرونه