په بغداد کې دوو ځانمرګيو څه باندې ۱۰۰ تنه مړه او ټپيان کړي
د عراق په پلازمېنه بغداد کې پرلهپسې دوه ځانمرګي بريدونه شوي چې له امله يې تر اوسه پورې دېرش تنه وژل شوي او درې اويا نور ژوبل دي.
دغه ځانمرګي بريدونه د بغداد په طيران ميدان کې د کباړ سامانونو او جامو په مارکېټ کې شوي دي.
د عراق د کورنيو چارو وزارت وايي، لومړی ځانمرګی د يوه ناروغ په څېره مارکېټ ته ننوتی و او له خلکو يې مرسته غوښتې، کله چې خلک وروړاندې کېږي، دی ځان الوځوي.
سرچينه وايي، کله چې خلک د ټپيانو په راپورته کولو لاس پورې کوي، دويم ځانمرګی هم ځان الوځوي.
تر اوسه د دغو بريدونو مسووليت چا نه دی منلی.
0 نظرونه