په مردسالاره ټولنه کې د کړېدلیو مېرمنو ورکه ونډه
۳ دلو ۱۳۹۹ 229301 0 نظر زین الله احمدي

په مردسالاره ټولنه کې د کړېدلیو مېرمنو ورکه ونډه

 ښځه زموږ د ټولني اساسي برخه جوړوي، خو له بده مرغه زموږ غوندې مرد سالاره ټولنه کې کله هم دوی ته لکه څرنګه چې لازمه ده، هغسې ونډه نه ده ورکول شوې او تر سولې نیولې بیا تر بلې هرې ملي مسلې یې یوازې سمبولیک حضور موندلی دی. حال دا چې د دوی حرکت د هېواد په برخلیک، سیاسي، ټولنيزو مسایلو او په ځانګړي ډول د سولې په راوستلو کې اساسي رول لوبولی شي، خو دا هغه وخت كېدلى شي چې مرد سالارۍ له اوسني واكه چې هر څه په خپله ګټه تماموي، لږ په كنټرول كې شي او ښځو ته په هره برخه کې خپل حق ورکړل شي.

د هېواد په بېلا بېلو چارو كې د ښځو ګډون او په ټينګښت كې يې د دوى د ونډې معلومول ځانګړى تاريخي ارزښت لري؛ لكه څنګه چې افغانان له نورو قومونو سره په كلتور كې ځان ته ځانګړنه لري، خو د همدغه كلتور له مخې بيا داسې افغانې ښځي د تاريخ په پوړيو كې لرو چې د وخت تر نارينه وو يې د هېواد او ولس لپاره ستر وياړونه رامنځته كړي دي.

احمدشاه بابا چې كله د كندهار پر ښار خندقونه راګرځول، د هغه مور مباركه زرغونه انا وه چې له دې كاره يې منع كړ، بالاخره احمدشاه بابا د مور له خبرو وروسته د كندهار د ساتنې پر ځاى تر لرې هېوادونو پورې ورسېد او د ډېرو سيمو خلكو ته يې هغه مهال له تاوتريخوالي نجات وركړ او سيمه يې د يوه واحد ملت په توګه رامنځته كړه.

همداسې اوسنۍ مېرمنې هم په ملي مسایلو په ځانګړي ډول د سولې په برخه کې خپل بارز رول لوبولی شي، ځکه د مېرمنو په منځ کې ډېر ستر ظرفیتونه شته چې اکثر ځوانان ترې بې برخې دي، مګر ستونزه دا ده چې د دوی ونډه ورکه ده.

باید د ښځو ونډط ته په کمه ونه کتل شي؛ ځکه افغاني ميندو په تاريخ كې له افغان نارينه وو سره يو ځاى د هېواد په ښېرازۍ كې برخه اخيستې ده. كله چې د خپل تاريخ څپركي لولو، نو په هره پاڼه كې به د يوې مېړنۍ افغانې نوم او كارنامه زموږ مخې ته راځي چې دا د دې ښودنه كوي چې افغاني مېرمنې خداى پاك په يوه ځانګړي استعداد نازولې دي، همدا استعداد دى چې وخت پر وخت يې ځلولى دى.

په روانو حالاتو كې چې تر ډېره هېواد او اداره كاواكه ده او د قطر په پلازمینه دوحه کې د سولې خبري له نامعلوم برخلیک سره مخ دي، يو علت يې دا هم ښودل كېږي چې ښځې له نظره غورځول شوې او منزوي شوې دي، كه څه هم د سولې مذاکراتي ټیم په افغان لوري کې مېرمني شتون لري، مګر پر هغوى لويه نيوكه دا ده چې د وړتیا پر ځای د اړیکو له مخې ټاکل شوې دي او یا د پرېکړې صلاحیت نه لري، حضور یې سمبولیک دی.

كه څه هم افغان دولت چې يو شعار يې د افغان مېرمنو لپاره كار كول، له تاوتريخوالي خلاصول او له ناوړه دودونو ژغورل و، خو له بده مرغه دا شعار لا تراوسه هم يوازې تر خبرو پاتې شوى دى او د عمل جامه يې نه ده اغوستې، ځكه لا هم د هېواد په ګوټ ګوټ كې په ځانګړي ډول د پښتنو سیمو کې د ناوړه دودونو له كبله چې دا دودونه له اسلام سره هم په ټكر كې دي، ډېرى ښځې د مرګ له ګواښ سره مخ شوې دي.

خو كه چېرته افغان دولت، نړيواله ټولنه او په افغانستان كې د مدني حركتونو په نوم نومول شوې ټولنې غواړي چې افغان مېرمنو ته كار وكړي، د دې لپاره پكار ده چې له لويو ښارونو د باندې په كليوالو سيمو كې پر كليوالو مېرمنو د رحم لپاره هڅې وكړي. روغتيايي اسانتياوې وروسوي، ښونځيو پرانيستلو ته لاره هواره كړي، په اقتصادي برخه كې د افغان مېرمنو لاسي صنعتونو ته چې په نړيواله كچه نوم لري، بازار پيدا كړي، هغه مېرمنې چې له تاوتريخوالي سره مخ دي، په څارنوالۍ كې يې د دوسيو څېړولو لپاره مرستې وكړي او همدارنګه ملا امامان دې ته وهڅوي چې په كليوالو سيمو كې نارينه د ښځو له روا حقونو چې دا مهال د ناوړه دودونو له كبله ښكار شوي خبر كړي او سالم تبليغ وكړي.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې