د جو بايډن د لوړې په مراسمو کې د بنفش رنګ مانا څه وه؟
۲ دلو ۱۳۹۹ 168433 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د جو بايډن د لوړې په مراسمو کې د بنفش رنګ مانا څه وه؟

 

 

پرون چې د امريکا نوي ولسمشر جو بايډن لوړه کوله، مراسمو ته يې د مرستيالې ولسمشرې په ګډون ګڼ شمېر مېلمانه له بنفش رنګ جامو سره راغلي ول چې د خلکو او رسنيو پام يې دغه رنګ ته ور واړاوه.

 

په دغو مراسمو کې د ولسمشر د مرستيالې کامالا هريس، مېشل اوباما، هلري کلنټن او سنېټر اليزابت وارن په ګډون ډېری یمشهورو مېلمنو بنفش رنګ جامې يا د جامو يوه برخه په همدې رنګ اغوستې وه.

 

مرستيالې ولسمشرې کامالا هريس په دغه ورځ بنفش رنګ جامې درلودې او په همدې رنګ يو اوږد کوټ يې برسېره ورباندې اغوستی و.

 

مېشل اوباما بنفش ته مايل رنګ جامې، اوږد کوټ او طلايي کمربند درلودل او هيلري کلنټن بيا بنفش بلوز، پرتوګ او ټيکری اغوستي ول.

 

هلته اليزابت وارن له خام بنفش ټيکري سره، په همدې رنګ ماسک اغوستی و او په دې سربېره، يوه ورځ وړاندې جيل بايډن هم د کرونا د قربانيان د وير مراسمو ته په بنفشه‌يي جامو کې تللی و.

 

د رنګونو پوهان وايي، دغه رنګ په امريکا کې د يووالي مانا ورکوله، ځکه نو ټولو همدا رنګ اغوستی و.

دوی وايي، بنفش له دوو رنګونو، ابي چې د ډموکراټانو رنګ دی او سور چې د جمهوريت غوښتونکيو رنګ دی جوړ شوی.

 

د دغه رنګ انتخاب دا مانا ورکوله چې ګواکې نه نن جهوريت غوښتونکي مطرح دي، نه ډموکراټان، بلکې ټول يوازې امريکايان دي.

 

تر دې ور هاخوا کامالا هريس ته دغه رنګ له دې امله هم ارزښت درلود چې دې ته الهام ورکوونکې مېرمنې شرلي چيزم هم همدا رنګ جامې اغوستې.

 

شرلي چيزم لومړۍ تورپوستې مېرمن وه چې د امريکا کانګرس ته يې لاره ومونده.

بلوڅو يو موټر پاکستاني پوځيان الوځولي

Aug 13, 2021 29

د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، د بلوچستان په کوټه ښار کې يې يو موټر پاکستاني پوځيان په بم الوځولي دي.

وسله‌والو هغه کسان وژلي چې د پاکستان بيرغونه يې خرڅول

Aug 10, 2021 29

په داسې حال کې چې پاکستانيان د پاکستان د زېږېدو د کاليزې نمانځلو ته تياريانې نيسې، بلوڅ وسله‌والو په کوټه ښار کې پنځه تنه هغه دوکانداران وژلي چې د پاکستان بيرغونه او د زېږېدو [...]

بلوڅو په تربت کې پاکستاني پوځيان په بمونو الوځولي

Aug 10, 2021 29

د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، جنګياليو يې د بلوچستان په تربت سيمه کې د پاکستاني پوځيانو يوې پوستې ته بمونه ورغورځولي او خپله ورڅخه روان شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې