جوبايډن امريکا ته د مسلمانانو پر تګ بنديز لېرې کړ
۲ دلو ۱۳۹۹ 188743 0 نظر سرخط ورځپاڼه

جوبايډن امريکا ته د مسلمانانو پر تګ بنديز لېرې کړ

 

د امريکا نوي ولسمشر جوبايډن واک ته له رسېدو سره سم پرله‌پسې څو فرمانونه صادر کړي چې يو پکې امريکا ته د ځينو مسلمانو هېوادونو د وګړو پر تګ بنديز و.

 

دغه بنديز ټرمپ لګولی و او له سپينې ماڼۍ څخه د هغه له وتو سره سم، لېرې کړل شو.

د بنديز په اساس، امريکا ته د ایران، عراق، لېبیا، سومالیا، سوډان، سوریې او یمن وګړو نه شوای کولای ننوځي.

 

څه وخت وروسته عراق او سوډان له دغه لېسته وایستل شول او چاد، شمالي کوریا او ونزوېلا پکې زیات شول.

 

د ولسمشر بایډن له ‌خوا د یوه بل اجرايیوي فرمان له مخې د روغتیا له نړیوال سازمان (who)  څخه د متحده ایالاتو وتل درول کېږي.

 

پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال په دې اړه پرېکړه کړې وه.

 

د بایډن د پرېکړې له مخې متحده ایالات د روغتیا په نړیوال سازمان کې پاتې کېږي او هم‌ یې اداره په پام کې لري چې د کوواکس په نوم ايتلاف سره چې له دوو نورو ډلو سره یو ځای هڅه کوي د 'کوویډ-۱۹' ناروغي پر وړاندې واکسین د نړۍ بې‌وزلو هېوادونو ته ورسېږي، یو ځای شي.

بلوڅو يو موټر پاکستاني پوځيان الوځولي

Aug 13, 2021 29

د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، د بلوچستان په کوټه ښار کې يې يو موټر پاکستاني پوځيان په بم الوځولي دي.

وسله‌والو هغه کسان وژلي چې د پاکستان بيرغونه يې خرڅول

Aug 10, 2021 29

په داسې حال کې چې پاکستانيان د پاکستان د زېږېدو د کاليزې نمانځلو ته تياريانې نيسې، بلوڅ وسله‌والو په کوټه ښار کې پنځه تنه هغه دوکانداران وژلي چې د پاکستان بيرغونه او د زېږېدو [...]

بلوڅو په تربت کې پاکستاني پوځيان په بمونو الوځولي

Aug 10, 2021 29

د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، جنګياليو يې د بلوچستان په تربت سيمه کې د پاکستاني پوځيانو يوې پوستې ته بمونه ورغورځولي او خپله ورڅخه روان شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې