امريکا له طالبانو سره پر شوي تړون له سره غور کوي
د امريکا د دفاع وزارت لپاره نوماند وزير انتوني بلينکن وايي، افغانستان ترهګرو ته نه شي پرېښووای او له همدې امله به له طالبانو سره د امريکا پر شوي تړون له سره غور کېږي.
ده د امريکا سنا ته په خپله وينا کې وويل، د امريکا نوی حکومت هم غواړي چې په اصطلاح دايمي او ناتمام جنګونه تمام کړي، خو وايي، دا په دې مانا نه ده چې له طالبانو سره شوی تړون دې په پټو سترګو ومنل او سرتېري له افغانستانه وايستل شي.
بلينکن وويل، موږ د ټروريسټانو د ځپلو لپاره افغانستان ته تللي وو او اوس يې بېرته ترهګرو ته نه شو خوشې کولای.
د ده په خبره، د ښځو حقونه او په تېرو شلو کالو کې په افغانستان کې شوي پرمختګونه بايد وساتل شي او طالبان هم غاړه ور ته کېږدي.
د ډونلډ ټرمپ په مشري د امريکا حکومت تېر کال له طالبانو سره تړون امضا کړی و چې په اساس به يې امريکايي سرتېري له افغانستانه وځي او طالبان به له افغان حکومت سره سوله کوي.
د دغه تړون ځينې برخې خپرې شوې، خو ډېرې يې امريکا پټې ساتلې دي چې لا هم خلک ورته اندېښمن دي.
0 نظرونه