ټرمپ د بايډن د لوړې له مراسمو ولاړ
۱ دلو ۱۳۹۹ 185014 0 نظر سرخط ورځپاڼه

ټرمپ د بايډن د لوړې له مراسمو ولاړ

 

 

نن د امريکا نوی ولسمشر جوبايډن لوړه کوي او سپينې ماڼۍ ته ځي، خو مخکېني ولسمشر ډونلډ ټرمپ سر غړولی او په دغو مراسمو کې يې له ګډون کولو ډډه کړې ده.

 

دا د امريکا د تاريخ په تېره يوه نيمه پېړۍ کې لومړی ځل دی چې تلونکی ولسمشر د خپل ځای ناستي د لوړې په مراسمو کې ګډون نه‌ کوي.

 

ټرمپ په خپله وروستۍ وينا کې وويل، وياړي چې د ده د واکمني پر وخت امريکا هيڅ نوی جنګ و نه کړ.

 

ده وويل، په خپله دوره کې يې له خلکو سره کړې ټولې ژمنې پوره کړې او په دې سربېره يې هغه شعار چې د امريکا عظمت به بيا راګرځوي، هم عملي کړ.

 

ټرمپ وويل، خوشحاله دی چې له سپينې ماڼۍ، هسکه غاړه ځي او واک نوې ډلې ته خوشې کوي.

ده تر پايه د جو بايډن نوم وا نه خيست.

 

ټرمپ فلوريډا ته د سفر موزې په پښو کړې او سپينه ماڼۍ يې وار له مخه تر شا پرې ايښې ده.

بلوڅو يو موټر پاکستاني پوځيان الوځولي

Aug 13, 2021 29

د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، د بلوچستان په کوټه ښار کې يې يو موټر پاکستاني پوځيان په بم الوځولي دي.

وسله‌والو هغه کسان وژلي چې د پاکستان بيرغونه يې خرڅول

Aug 10, 2021 29

په داسې حال کې چې پاکستانيان د پاکستان د زېږېدو د کاليزې نمانځلو ته تياريانې نيسې، بلوڅ وسله‌والو په کوټه ښار کې پنځه تنه هغه دوکانداران وژلي چې د پاکستان بيرغونه او د زېږېدو [...]

بلوڅو په تربت کې پاکستاني پوځيان په بمونو الوځولي

Aug 10, 2021 29

د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، جنګياليو يې د بلوچستان په تربت سيمه کې د پاکستاني پوځيانو يوې پوستې ته بمونه ورغورځولي او خپله ورڅخه روان شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې