طالبانو په وزيرستان کې پر پاکستاني پوځ ۲حملې کړې، يو نيم درځن يې وژلي
۳۰ جدی ۱۳۹۹ 205914 0 نظر سرخط ورځپاڼه

طالبانو په وزيرستان کې پر پاکستاني پوځ ۲حملې کړې، يو نيم درځن يې وژلي

 

 

پاکستاني طالبان وايي، په شمالي وزيرستان کې يې پر پاکستاني پوځيانو دوه حملې کړې دي چې پکې يې شاوخوا شل تنه عسکر وژلي او ژوبل کړي دي.

 

د پاکستاني طالبانو وياند محمد خراساني سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې ملګرو يې د ميرعلي په نتاسي سيمه کې د پاکستاني پوځيانو پر يوه موټر د سپکو وسلو بريد کړی او موټر اور اخيستی دی.

 

دی وايي، په دغه موټر کې اته تنه عسکر سپاره ول چې شپږ يې وژل شوي او دوه ژوبل دي.

 

خراسانی وايي، په دې سربېره يې ماين سازو ملګرو د شمالي وزيرستان د خيسور په ترکي سيمه کې د پاکستاني عسکرو يو موټر په بم الوځولی دی.

دی وايي، په دغه چاودنه کې لس تنه عسکر وژل شوي دي.

تر اوسه د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي.

بلوڅو يو موټر پاکستاني پوځيان الوځولي

Aug 13, 2021 29

د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، د بلوچستان په کوټه ښار کې يې يو موټر پاکستاني پوځيان په بم الوځولي دي.

وسله‌والو هغه کسان وژلي چې د پاکستان بيرغونه يې خرڅول

Aug 10, 2021 29

په داسې حال کې چې پاکستانيان د پاکستان د زېږېدو د کاليزې نمانځلو ته تياريانې نيسې، بلوڅ وسله‌والو په کوټه ښار کې پنځه تنه هغه دوکانداران وژلي چې د پاکستان بيرغونه او د زېږېدو [...]

بلوڅو په تربت کې پاکستاني پوځيان په بمونو الوځولي

Aug 10, 2021 29

د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، جنګياليو يې د بلوچستان په تربت سيمه کې د پاکستاني پوځيانو يوې پوستې ته بمونه ورغورځولي او خپله ورڅخه روان شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې