بلوچستان؛ هوايي ډګر ته پر روانو تېل وړونکيو ټانکرو بريد شوی
ناڅرګندو وسلهوالو د بلوچستان په تربت سيمه کې د تربت هوايي ډګر ته د تېلو پر روانو ټانکرو ناتار بريدونه کړي او پرېمانه زيانونه يې اړولي دي.
له سيمې په ورکول شويو مالوماتو کې ويل شوي دي چې وسلهوالو ته وار له مخه مالومات رسېدلي چې د پيايساو په نامه د تېلو کمپنۍ د تربت هوايي ډګر ته تېل وړي.
د همدې مالوماتو په اساس، وسلهوالو ټانکرو ته لار نيولې او د پېښې ځای ته له رسېدو سره سم يې ورباندې وسلې اړولې دي.
تر اوسه د دغو بريدونو مسووليت کومې ډلې نه دی منلی، خو په بلوچستان کې دغسې بريدونه بلوڅ ملتپال کوي.
0 نظرونه