صالح وايي، بندي طالبان دې په دار وځړول شي چې امنيت راشي
د ولسمشر لومړی مرستيال امر الله صالح وايي، طالبانو له دې امله وژنو او ترورونو ته زور ورکړی دی چې فکر کوي، که زندان ته لاړ هم شي، ژوندي بېرته ځنې راوځي.
دی وايي، د امنيت راوستو لپاره بايد هغه طالبان په دار وځړول شي چې اوس د افغانستان په زندانونو کې دي.
صالح وايي، په زندانانو کې شته طالبان دې په دار وځړول شي چې نورو ته عبرت شي او د خلکو له وژلو لاس واخلي.
دی وايي، طالبان چې ونيول شي، لکه بلبل اقرار کوي او داسې فکر کوي چې يوه ورځ به رک روغ له زندانه خوشې کېږي، خو نور بايد داسې و نه شي.
په دې ورستيو کې په کابل او نورو ولايتونو کې هدفي وژني او د منګوري ماينونو چاودنې تر بل هر وخت زياتې شوې دي.
تېره ورځ په کابل کې دوه قاضيانې شهيدانې شوې او نن هم د دغه ښار په دوو برخو کې دوه د منګوري ماينونو چاودنې شوې.
0 نظرونه