له افغانستانه نور امريکايان هم لاړل، نن ۲۵۰۰ پاتې شول
سپينه ماڼۍ وايي، په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شمېر تر بل هر وخت کم شوی او نن يوازې دوه زره او پنځه سوه تنه په افغانستان کې پاتې شول.
سپينې ماڼۍ د ډونلډ ټرمپ له خولې ويلي چې په افغانستان کې یې د امریکایي پوځیانو شمېر په تېرو نولس کلونو کې تر بل هر وخت کم کړی دی.
ټرمپ ويلي؛
"زه به تل د نه ختمېدونکيو جنګونو د درولو لپاره ژمن یم. دا زما لپاره یو ستر ویاړ دی چې خپل پوځ بېرته په پښو ودروم او په یونیفارم کې د خپلو زړورو سړيو او ښځو ملاتړ وکړم."
تر اوسه افغان حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.
0 نظرونه