لمونځغاړو په کندوز کې د ملا په خوله په يوه راډيو بريد کړی
نن ماسپښين په کندوز کې يوه ملا له خپلو مقتديانو غوښتي چې په دغه ولايت کې پر زهره راډيو بريد وکړي او تر لمانځه وروسته ملا او مقتديان يې ټول پر دغه راډيو ورختلي دي.
دوی د راډيو ټول وسايل ويجاړ کړي او له کاره غورځولي دي.
د زهره راډيو مسوول مدير محسن احمدي وايي، د خطبې پر وخت د جومات په لاوډسپيکر کې د کومې سندرې غږ خپور شوی و او ملا د دوی پر راډيو خلک ور خوشې کړي دي.
دی وايي، ملا هم دا هم نه دي کتلي چې د سندرې غږ له کومه ځايه او څنګه د جومات لاوډسپيکر کش کړی دی.
0 نظرونه