مالېزيا د پوروړي پاکستان يوه الوتکه په پور کې ځنې درولې ده
د مالېزيا حکومت نن د پاکستان د انټرنېشنل ايرلاينز يا پيایاې يوه الوتکه د پور د نه ادا کولو له امله درولې او سپرلۍ يې هم قرنطين کړې دي.
پر پيایاې باندې د پيري ګرين په نامه يوې کمپنۍ دعوه کړې چې د دوی پورونه نه ادا کوي او کومه ټاکلې نېټه هم نه ورکوي چې پور به يې ورکول کېږي.
دغې کمپنۍ په بريټانيا او مالېزيا کې د پاکستان پر پيایاې عريضه کړې وه.
د همدې عريضې په اساس، نن د مالېزيا حکومت له پاکستان څخه د هغوی الوتکه ودروله، خو پاکستانيان وايي، کوښښ کوي چې کشاله د خبرو له لارې حل کړي.
د پيایاې وياند عبدالحفیظ وايي، پاکستانيان د الوتکې په درولو سخت خواشيني شوي دي.
دی وايي، لږ تر لږه بايد د مالېزيا حکومت دوی ته مخکې خبر ورکړی وای چې که پورونه ادا نه کړي، نو الوتکه به ځنې دروي.
عبدالحفيظ وايي، دغه بويينګ ۷۷۷ الوتکه الوتنې ته چمتو وه، مسافر ورختلي ول، خو چې حرکت يې کاوه، مالېزيايي چارواکيو ور ياده کړه چې الوتکه دې پر ځای ولاړه وي، اول حسابونه تصفيه کړئ.
دی وړاندې وايي، د پاکستان حکومت اوس له مالېزيايي چارواکيو سره اړيکې نيولې چې درول شوې الوتکه ځنې راخلاصه کړي، خو دا يې نه دي ويلي چې پور به څه وخت پرې کوي.
د ده په خبره، مسافرو ته په کوالالمپور کې د پاکستان سفارت ډوډۍ ورکړې او ماښام به د متحده عربي اماراتو په يوه الوتکه کې لومړی دوبۍ او بيا پاکستان ته ولېږدول شي.
0 نظرونه