د ملا هيبة‌الله نوی خبرداری؛  هيڅ طالب تر يوه زياتې ښځې نه شي کولای
۲۶ جدی ۱۳۹۹ 172239 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د ملا هيبة‌الله نوی خبرداری؛ هيڅ طالب تر يوه زياتې ښځې نه شي کولای

 

 

د طالب اورپکو مشر ملا هيبة‌الله اخوند خپلو جګړه‌مارو ته خبرداری ورکړی دی چې تر دې وروسته هيڅ طالب جګړه‌مار نه شي کولای، تر يوې له زياتو ښځو سره واده وکړي.

 

ملا هيبة‌الله خپل دغه خبرداری پر يوه پاڼه ليکلی او بيا يې پر طالب قوماندانانو وېشلی او په دې سربېره يې ور ياده کړې ده چې د ده دغه پيغام دې لاس په لاس کړي چې د جنګ جګړه‌مارو او د مدرسو چړيانو ته هم ورسېږي.

 

دريو لوړپوړيو طالب مشرانو چې نومونه يې پټ دي، منلې چې دوی ته هم د دوی د مشر دغه پيغام رسېدلی دی.

 

دوی ويلي دي، فکر کوي چې هيبة‌الله به دغه امر په دې خاطر کړی وي چې په دې ورستيو کې د طالبانو له خوا د دريو او حتا څلورو ښځو کول رواج شوي او د دغو ښځو ولورونه ټول د طالبانو د امارت پر اوږو دي.

 

دوی وايي، ځينې خو داسې ودونه هم شوي دي چې ولور يې دوه ميليونه افغانۍ و او دا نه يوازې د طالبانو د ډلې پر اوږو دروند بار دی، بلکې خلکو ته هم سوالونه ورپيدا کوي چې د مدرسې طالبانو دومره پيسې له کومه کړې.

 

د طالب چارواکيو په خبره، دا کار د دوی پر ډله د خلکو باور خرابوي او بيا څوک طالبانو ته په ښه سترګه نه ګوري، ځکه نو هيبة‌الله د زياتو ښځو ودول بند کړل.

 

په دغه پيغام کې ملا هيبة‌الله غوښتنه کړې ده چې د ده پيغام دې لاس په لاس کړل شي چې ټولو ته ورسېږي.

 

په دې سربېره، په پيغام کې ويل شوي دي چې که کوم طالب دويمه، درېيمه او څلورمه ښځه په خپلو پيسو کوي، نو ستونزه نه‌شته، خو اول بايد دوی خبر کړي چې دغه پيسې يې له کومه کړې دي.

 

تر دې ور هاخوا ويل شوي دي که کوم طالب، نارينه اولاد نه لري او د زوی لپاره دويمه، درېيمه يا څلورمه ښځه کوي، له دوی سره تر مشوره او اجازه وروسته کولای شي، بيا زوم شي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې