په شمالي وزيرستان کې بيا ګڼ شمېر پاکستاني عسکر وژل شوي
پاکستاني طالبان وايي، په شمالي وزيرستان کې يې له پاکستاني عسکرو سره نښته شوې او ښه درنه مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.
د دغې ډلې وياند محمد خراساني سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې عسکر په دوی پسې ګرځېدل، خو دوی ورباندې وار ړومبی او بريد پرې خښ کړ.
خراسانی وايي، د طالبانو او پاکستاني عسکرو تر منځ اوږده نښته شوې او ګڼ شمېر عسکر يې پکې وژلي او له پښو غورځولي دي.
خو د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو اداره بيا وايي، په شمالي وزيرستان کې يې د عملياتو پر مهال يوازې درې عسکر وژل شوي دي.
دغې ادارې په يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي دي چې په عملياتو کې دوه تنه طالبان هم وژل شوي دي.
0 نظرونه