د بېمې تر کيسه وروسته؛  ملا منصور په کراچۍ کې د ۴۰ميليونه کلدارو جايدادونه درلودل
۲۵ جدی ۱۳۹۹ 175655 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د بېمې تر کيسه وروسته؛ ملا منصور په کراچۍ کې د ۴۰ميليونه کلدارو جايدادونه درلودل

 

 

د انټرنېشنل جنرل انشورنس په نامه د پاکستان د بېمې هغه کمپنۍ اوس پښېمانه ده چې د طالبانو وژل شوي مشر ملا اختر محمد منصور ته يې د شلو کالو بېمه ورکړې وه.

 

ملا منصور له دغې کمپنۍ سره د شلو کالو لپاره ځان بېمه کړی و، خو کمپنۍ وايي، که خبر وای چې سړی ترهګر دی، بېمه يې نه ورکوله.

 

د انټرنېشنل جنرل انشورنس کمپنۍ حقوقي سلاکار علي تهيم وايي، دوی نه پوهېدل چې دغه سړی د طالبانو مشر دی.

 

دی وايي، که هغه وخت پوهېدلي وای، نه يوازې به يې دغه بېمه لغوه کړې، بلکې د پاکستان استخباراتو ته مالومات ورکړي وای چې د طالبانو مشر ورسره اړيکه نيولې ده.

 

علي تهيم وايي، ملا منصور پر ځان محمد ولي نوم ايښی و او د پلار نوم يې هم دوی ته شاہ محمد ورښوولی و.

 

دی وايي، ملا منصور په همدې نامه او 54400-0563462-9 شمېره د پاکستان د تابعيت کارټ هم درلود.

 

ده يادې کمپنۍ ته درې سوه زره کلدارې هم ورکړې وې او کمپنۍ د شلو کالو لپاره دی له ځان سره بېمه کړی و.

 

د ملا منصور تر مړينه وروسته انټرنېشنل جنرل انشورنس کمپنۍ د پاکستان حکومت ته د ملا منصور حق، درې سوه او اووه څلوېښت زره کلدارې ورکړې دي.

 

عجيبه دا ده چې په دې سربېره، د کراچۍ ښار په بېلابېلو سيمو ګلشن معمار، ګلزار هجري سيمو او پر شهيد ملت سړک د ملا منصور جايدادونه را برسېره شوي دي.

 

هغه په دغو سيمو کې د څلوېښت ميليونه او پنځه سوه زره پاکستاني کلدارو په ارزښت کورونه او جايدادونه درلودل.

 

ملا منصور په دوه زره څوارلسم کې ځان له انټرنېشنل جنرل انشورنس کمپنۍ سره بېمه کړی و، خو د دوه زره شپاړسم کال په مې مياشت کې له ايران څخه پاکستان ته د تګ پر مهال د امريکا بې‌پيلوټه الوتکو وويشت.

 

ده پاکستان ته د راګرځېدو پر وخت، په ډالبندين کې په يوه رسټورانټ کې د غرمې ډوډۍ خوړلې او له هغه ځايه چې يې حرکت کړی و، څو کيلو مټره هاخوا يې موټر الوتکې په بم ويشتی و.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې