ملي امنيت د غور د ولايتي شورا وکيل وژلی
ملي امنيت وايي، د غور د ولايتي شورا وکيل عزت الله بېګ ورڅخه د هغه د نيولو پر وخت وژل شوی دی.
د افغانستان له ملي امنيت څخه سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې عزت الله بېګ د دغه ولايت د ولايتي شورا د مخکېني مرستيال عبدالرحمان عطشان او د خبريال بسم الله عادل په وژلو کې ښکېل و.
سرچينه وايي، د ملي امنيت سرتېرو نن هڅه وکړه چې عزت الله بېګ ونيسي، خو هغه وسلې ته لاس کړ او پر سرتېرو يې بريد کړی دی.
په ځوابي ډزو کې بېګ وژل شوی دی.
0 نظرونه