د افغانستان او ترکمنستان تر منځ هم اورګادي تګ راتګ پيل کړ
۲۵ جدی ۱۳۹۹ 163732 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د افغانستان او ترکمنستان تر منځ هم اورګادي تګ راتګ پيل کړ

 

نن د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د رېل پټلۍ، برېښنا او نوري فایبر درې پروژې پرانیستل شوې.

ولسمشر غني چې دغه پروژې يې انلاين پرانيستې وويل، د دغو اقتصادي پروژو طرحه او ترې ګټه اخیستنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي، د رېل پټلۍ اتصال، نوري فایبر او نورې سترې پروژې لکه پاکستان ته د برېښنا انتقال، هند او پاکستان ته د ګازو رسول او د ابتیک فایبر شبکې نښلولتیا به موږ له جنوبي اسیا او د اروپا له لارې له نړۍ سره وصل کړي چې دا به زموږ د هېواد د ژر رشد لامل شي.

په دغو پروژو کې یوه د اقینې-اندخوی ترمنځ د ۳۰ کیلومتره اوږدوالي رېل پټلۍ ده چې د کار چارې یې تازه بشپړې شوې، بله د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا ده چې له ترکمنستان نه افغانستان ته لېږدول کېږي او بله هم د نوري فایبر پروژه ده.

د رېل پټلۍ په ۳۰ ملیونه ‌‌‌‌‌‌ډالره بودجه جوړه شوې ده چې افغانستان د رېل پټلۍ ادارې له لوري یې لګښت پرې شوی دی.

د ترکمنستان ولسمشر قرباني علي بردي محمدوف په دغه انلاین پرانیست غونډه کې وویل چې د دغو سترو پروژه پرانیسته د دواړو هېوادنو لپاره یوه تاریخي ورځ جوړوي.

ولسمشر محمدوف وویل، دا درې پروژې زموږ د سټراتېژيکو اړیکو د دوام لپاره مهم رول لوبوي، د دواړو هېوادونو او زموږ د خلکو نورې نوې پروژې به هم چې یو شمېر نورو هېوادونو ته به زیات اهمیت ولري، عملي به شي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې