حکومت له ټولو موټرو ۳۹ شمېره ايسته کوي
د ولسمشر لومړی مرستيال امر الله صالح وايي، تر دې وروسته به د هيڅ موټر په پلېټ شمېره کې د نهه دېرش عدد نه وي او ټول دغه عدودونه به د ټرافيکو له رياست څخه ختموي.
دی وايي، نهه دېرش عدد په ټرافيکو رياست کې پراخ رشوت او فساد ته لاره هواره کړې ده.
صالح نن د شپږ نيمو بجو په غونډه کې ویلي، دا موضوع ځینو کسانو ته د شیدو په غوا بدله شوې او ټرافیکو ریاست ته یې امر کړی چې په دایمي ډول دا شمېره له پلېټونو حذف کړي.
په پلېټونو کې ۳۹ شمېرې موجودیت په بازارونو کې د موټرو اصلي بیه کموله.
د دغې ټولنیزې ستونزې د لیرې کولو لپاره که څه هم په وار وار کمپاینونه وشول، خو ګټه يې و نه کړه.
0 نظرونه