منتر کار وکړ؛ خليلي د پاکستان په ژبه وغږېده
۲۴ جدی ۱۳۹۹ 216253 0 نظر سرخط ورځپاڼه

منتر کار وکړ؛ خليلي د پاکستان په ژبه وغږېده

 

د حزب وحدت اسلامي مشر کريم خليلي په پاکستان کې تازه څرګندونې کړې او له هغه هېواده يې مننه کړې ده چې د ده په خبره، همېشه يې د افغانستان خير غوښتی.

کريم خليلي نن په پاکستان کې يوې غونډې ته د خبرو پر مهال ويلي دي چې د افغانستان په سوله کې د پاکستان رول مهم و، مهم دی او مهم به پاتې وي.

دی په درې شپې سفر پاکستان تللی او دغه څرګندونې يې نن په اسلام‌اباد کې کړې دي.

ده تر اوسه پورې هلته د پاکستان له لومړي وزير عمران خان، د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي او د پوځ له مشر قمر جاوېد باجوه سره ليدلي دي.

خليلي ويلي، ښايي د افغانستان د سولې په روانه پروسه کې به بېلابېل خنډونه پيدا شي.

ده ويلي، که له طالبانو سره سوله وشي، نو د داعش او نورو وسله‌والو پر ضد به افغانان جګړې ته وزګار شي.

خليلي زياته کړې ده چې پاکستان همېشه د افغانستان خير غوښتی او بايد په نيت يې شک و نه شي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې