پاکستاني طالبانو په باجوړ کې ۴ پاکستاني وژلي
۲۴ جدی ۱۳۹۹ 188438 0 نظر سرخط ورځپاڼه

پاکستاني طالبانو په باجوړ کې ۴ پاکستاني وژلي

 

پاکستاني طالبان وايي، په باجوړ ايجنسۍ کې يې د پاکستاني عسکرو يوې پوستې ته بم ايښی و او څلور عسکر يې ورباندې الوځولي دي.

د پاکستاني طالبانو وياند محمد خراساني سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې دغه بم يې د باجوړ، د چارمنګ په بابړه سيمه کې د عکسرو پوستې ته ايښی و.

دی وايي، له دغسې پوستې به عسکر د شپې تلل او سهار به ورته راتلل، خو تېره شپه چې عسکر تللي، د دوی ملګرو هلته ماين خښ کړی و.

تر اوسه د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي.

بلوڅو يو موټر پاکستاني پوځيان الوځولي

Aug 13, 2021 29

د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، د بلوچستان په کوټه ښار کې يې يو موټر پاکستاني پوځيان په بم الوځولي دي.

وسله‌والو هغه کسان وژلي چې د پاکستان بيرغونه يې خرڅول

Aug 10, 2021 29

په داسې حال کې چې پاکستانيان د پاکستان د زېږېدو د کاليزې نمانځلو ته تياريانې نيسې، بلوڅ وسله‌والو په کوټه ښار کې پنځه تنه هغه دوکانداران وژلي چې د پاکستان بيرغونه او د زېږېدو [...]

بلوڅو په تربت کې پاکستاني پوځيان په بمونو الوځولي

Aug 10, 2021 29

د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، جنګياليو يې د بلوچستان په تربت سيمه کې د پاکستاني پوځيانو يوې پوستې ته بمونه ورغورځولي او خپله ورڅخه روان شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې