ظلم مه کوئ!
۲۴ جدی ۱۳۹۹ 171097 0 نظر څارنوال عمر شفیق

ظلم مه کوئ!

له ديني احکامو، انساني فلسفې او ټولنيزو دستوراتو پرته هم د ظلم برخليک تور او تياره دى. دا مانا چې د ظلم نتيجه د دين او بشري تاريخ له لحاظه ثابته او ظالمانه ده.

خو له دې ور اخوا زما خپله کوچنۍ حافظه کې هم د ظلم او ظالم صفته خلکو په اړه ډېرې بدې خاطرې ثبت دي.

له کوچنيوالي آن چې خپل کلي کې مې د مسجد او مدرسې درس لوسته، مهالنى شپونکى وم، مکتب و پوهنتون مې لوستل، نورې زدکړې مې کولې او چې تر نن پورې کار کوم.

په دې ټولو جريانونو کې چې ماته ياد دي او چا ناحقه ظلم کړى دى. ما يې په خپلو سترګو برخليک ليدلى دى، چې دوى ټول د خپلې ظالمانه مفکورې او ذهنيت په وحشي لاره تللي او خداى پاک د دوى په وجود، حواسو، عقل و فکر کې يو داسې محرک پيدا کړى، چې له کبله يې پر خپل ځان ظلم ترسره کړى دى.

ما ليدلي دي، چې دوه ځوانان خپلو کې لفظي مشاجره او بيا جنګ کوي، يو ترحم او بل په وحشت سره ظالمانه وار کوي. ما همالته هم او اوس هم فکر کړى، چې د دويم کس ظالمانه چلند د هغه د ظالمانه مفکورې امر و. خو وروسته ثابته شوې، چې د ظالمانه مفکورې درلودونکى کس شعوراً نشو ته مخ کوي او لېونى کېږي.

ما ليدلي دي، چې يو څوک د پيسو په بدل کې قتل کوي، خو ده ته بيا خداى پاک خپل ورور قاتل ګرځوي او په قتل يې رسوي.

ما ليدلي دي، چې څو کسان د بل چا په دروازه کې د دې لپاره ماين ښخوي. تر څو هغه ووژني، خو د ښخولو پر وخت خپل ماين ورپسې چاودنه کوي او داسې يې ټوټه ټوټه کوي، چې حتا يوه پښه يا لاس يې هم په خپل شکل کامل نه پاتې کېږي.

نورې زرګونه بېلګې راته ياد دي او چې ماته ياد دي نورو ته هم حتمي ياد دي. ځکه دا ملک و خاوره او خلک د ظلم په لاره روان دي او دا لاره هېڅ نه خطاء کوي.

دلته هره ورځ بې شمېره کوچنۍ او لويې ظالمانه صحنې د هر وګړي له سترګو تېريږي، هر څوک يې غندي، ژاړي او اوښکې تويوي، خو بيا هم هر څوک هغه ظلم په پوره زړورتيا او وياړ ترسره کوي، چې توان يې لري. سره له دې چې ټول پوهېږي، چې ظلم تياره ده، ظلم د انساني ذات و فطرت خلاف عمل دى، ظلم د هغه چا کار دى، چې عقل و فکر نه لري، ظلم بدرنګه کړنه ده او ظلم هېڅ خدايي او انساني توجيه نه لري. خو د هيچا هم له ظلم کولو کرکه او نفرت نه راځي.

لطفاً نور پر خپل هممثل او همنوع (انسان) چې اوصولاً او منطقاً خپل ځان ګڼل کېږي ظلم مه کوئ.

هر څوک چې په څومره اندازه د ظلم توان لري؛ بايد ترسره يې نه کړي. شايد تاسو ته د خپل ظلم کولو مورد دومره کوچنى معلوميږي، چې ورته خاندئ. خو ظلم ظلم دى، لږ او ډېر نه لري. ځکه خپله تاسو هم د ډېر کم او حتا د يوې ذرې هومره ظلم تحمل نه لرئ. نو په کوم منطق ظلم کولو کې کوچنى او لوى مطرح شي؟

دا چې ظلم ظلم دى کوچنى او لوى پکې هېڅ نشته؛ که څه هم تاسو ته خپل ظلم ډېر کوچنى ښکاري بيا هم همدا کوچنى ظلم مه ترسره کوئ. همدې کوچنيو ظلمونو وده کړې او لويو ظلمونو ته يې زمينه برابره کړې ده. هر څوک چې د هرې کچې ظلم د انساني ترحم او زړسواندۍ په خاطر پرېږدي او نه يې ترسره کوي. په همدومره کچه د ظلم مخه نيول کېږي او د ظالمانه کړنو کچه کمېږي. کله چې د ظلم کچه کمه شي، ظلم تدريجاً له منځه ځي او بيا به ټول انساني توکم ارام او راحت ژوند ولري. مهمه نه ده، چې د جنت لپاره ظلم کوئ او د ظلم په بدل کې د جنت راحت ژوند غواړئ. يا د خپلې ښې دنيوي راتلونکي لپاره ظالمانه کړنې ترسره کوئ. که د ظلم په نتيجه کې ښه راتلونکې ولرئ، بيا هم خوند ترې نه اخيستل کېږي، وجداني عذاب درته رسيږي او وجداني عذاب مو په باطن او ظاهر دواړو کې ښکاره ليدل کېږي؛ ځکه دا داسې ده لکه څوک چې د ګاونډي خيرات په تمه د غرمې ډوډي نه خوري او اراده لري، چې ماښام د ګاونډي خيرات دى، هلته به ځان تر ستوني تخته کړي. باور ولرئ، چې د ګاونډي خيرات شيمه نه ورکوي او لا يې نور هم وجود وچوي.ماته ياد دي کومو هلکانو به چې داسې کول، هغوى به په ټول کلي کې ډېر په خوارځواکۍ اخته ول.

نتيجتاً په ظلم نه دنيوي راحت موندل کيږي او نه اخروي راحت (جنت) څوک تر لاسه کولى شي؛ ځکه ما خپله هم ليدلي او له خپل پلار او نورو مشرانو مو اورېدلي دي، چې د ظلم ماڼۍ په ظلم ورانيږي.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې