امريکا وايي، ايران القاعده ساتلې
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وايي، د ايران حکومت له القاعده شبکې سره رسمي اړيکې لري او د دغې شبکې ځينې غړي په ايران کې د حکومت تر وزرو لاندې ساتل کېږي.
پمپيو دغه څرګندونې پرون له خبريالانو سره په خبرو کې وکړې.
دی وايي، د القاعدې دويمه درجه مشر المصري هم تېر کال په تهران کې وژل شوى و او په دې سربېره، د القاعده غړي اوس د افغانستان د غرونو پر ځای، د ايران د حکومت تر څار لاندې په پلازمېنه تهران کې خوندي پټنځايونه لري.
دی وايي، پخوا افغانستان و، خو اوس ايران د القاعده شبکې ځاله ده.
پمپيو وويل، دا يو لوی ګواښ دی او بايد پر ضد يې مقابله وشي.
د ده په خبره، هغه وخت چې امریکا افغانستان ته لاړه، د اسامه بن لادن کورنۍ ايران ته لاړه او له ۲۰۱۵ کال راهیسې ایران له القاعده مشرانو سره د مالي سمبالښت، ګرځېدو راګرځېدو، تبلیغاتو او د جنګي پلانونو په برخه کې مرستې کوي.
دی وايي، دغه کارونه به مخکې پاکستان کول، اوس ايران پيل کړي دي.
0 نظرونه