امريکا وايي، ايران القاعده ساتلې
۲۴ جدی ۱۳۹۹ 102 0 نظر سرخط ورځپاڼه

امريکا وايي، ايران القاعده ساتلې

 

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وايي، د ايران حکومت له القاعده شبکې سره رسمي اړيکې لري او د دغې شبکې ځينې غړي په ايران کې د حکومت تر وزرو لاندې ساتل کېږي.

پمپيو دغه څرګندونې پرون له خبريالانو سره په خبرو کې وکړې.

دی وايي، د القاعدې دويمه درجه مشر المصري هم تېر کال په تهران کې وژل شوى و او په دې سربېره، د القاعده غړي اوس د افغانستان د غرونو پر ځای، د ايران د حکومت تر څار لاندې په پلازمېنه تهران کې خوندي پټنځايونه لري.

دی وايي، پخوا افغانستان و، خو اوس ايران د القاعده شبکې ځاله ده.

پمپيو وويل، دا يو لوی ګواښ دی او بايد پر ضد يې مقابله وشي.

د ده په خبره، هغه وخت چې امریکا افغانستان ته لاړه، د اسامه بن لادن کورنۍ ايران ته لاړه او له ۲۰۱۵ کال راهیسې ایران له القاعده مشرانو سره د مالي سمبالښت، ګرځېدو راګرځېدو، تبلیغاتو او د جنګي پلانونو په برخه کې مرستې کوي.

دی وايي، دغه کارونه به مخکې پاکستان کول، اوس ايران پيل کړي دي.

د عربستان پر پلازمېنه ويشتل شوی توغندی شنډ شوی

Jan 26, 2021 29

د سعودي عربستان رسنۍ وايي، حوثي ياغيانو له يمن څخه د سعودي عربستان پلازمېنه رياض په يوه توغندي ويشتې، خو د رياض اسمان ته د توغندي له رارسېدو سره سم، شنډ کړل شوی دی.

په چمن کې د پاکستاني عسکرو پر پوسته بريد شوی

Jan 25, 2021 29

ګڼ شمېر وسله‌والو کسانو ډېورنډ کرښې ته څېرمه د چمن په توبه اڅکزي سيمه کې د پاکستاني عسکرو پر يوه پوسته خونړي بريدونه کړي دي.

ملګرو ملتونو خپل کارکوونکي په پي‌ای‌اي کې له سفره منع کړل

Jan 23, 2021 29

ملګرو ملتونو خپل ټول کارکوونکي د پاکستان د نړيوال هوايي شرکت په الوتکو کې له سفر کولو څخه منع کړي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې