د اسراييلو په بمباريو کې سوريې ته لېږل شوي افغانان وژل شوي
د اسراييلو الوتکو تېره شپه د سوريې په ديرزور او بوکمال سيمو کې پر نظامي مرکزونو بريد کړي چې پکې د افغانانو په ګډون اووه ويشت تنه عسکر وژل شوي دي.
اسوشيېټيډ پريس وايي، اسراييلي الوتکو تېره شپه پر دغو دوو سيمو اتلس بمونه غورځولي چې په تېره څه موده کې د سوريې پر خاوره د اسراييلو تر ټولو خونړۍ حمله وه.
په دغو بمباريو کې يوولس سوري او شپاړس بهرني عسکر وژل شوي چې افغانان هم پکې شامل دي.
دغه افغانان د ايران د حکومت له خوا سوريې ته د جنګ لپاره لېږل شوي وو.
د سوريې حکومت دغه بمبارۍ پر خپله خاوره د اسراييلو تېری بللی او غندلې يې دي، خو اسراييل وايي، ايران سوريې ته جګړهمار لېږي او دوی دا نه شي زغملای چې په څنګ کې يې ايران دغسې نفوذ وکړي.
ايران د فاطميون په نامه په ايران کې له شته افغان کډوالو څخه پوځ جوړ کړی او په سوريه کې يې د بشار الاسد په ملاتړ جنګوي.
د دغو افغانانو شمېر پنځه ويشت زره تنو ته رسېږي.
ايران څه موده وړاندې ويلي و چې په سوريه کې د جنګېدونکيو افغانستان له ډلې تر اوسه دوه زره تنه وژل شوي او اته زره نور ژوبل دي.
0 نظرونه