ولسمشر وايي، د امريکايانو او طالبانو تړون ګونګ دی
ولسمشر محمد اشرف غني د سولې جوړونې په برخه کې په خپله وروستۍ وينا کې وويل چې په قطر کې د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې شوی تړون له سره تر پايه ګونګ او شننې ته اړتيا لري.
د ولسمشر دغه وينا چې له ملي ټلوېزیون څخه خپره شوه، ولسمشر پکې وویل، له طالبانو سره د امریکا موافقه سر تر پایه ابهامونه لري.
ولسمشر وايي، په دې اړه يې له زلمي خليلزاد سره هم خبرې کړې او ورته يې ويلي دي چې د ابهام ځواب او وضاحت دې ووايي، خو په خبره يې، خليلزاد چندان ځواب نه درلود.
ولسمشر غني تر دې وړاندې د همدې ګونګې موافقې پر اساس، تر پنځه زره ډېر طالب جګړهمار له زندانونو خوشې کړل.
0 نظرونه