محقق ته سلاکاري د خليلزاد په جلسه کې د نه ګډون انعام ورکول شو
۲۳ جدی ۱۳۹۹ 199967 0 نظر سرخط ورځپاڼه

محقق ته سلاکاري د خليلزاد په جلسه کې د نه ګډون انعام ورکول شو

 

 

ځينو سرچينو سرخط ورځپاڼې ته کيسه کړې ده چې ولسمشر غني، محمد محقق ته د يوه خارج‌رتبه ‌بست جوړول او د ارشد سلاکار په توګه ورباندې د هغه ګمارل، محقق ته د جهاديانو په يوه جلسه کې د نه ګډون له امله د انعام په توګه ورکړي.

 

دغه جلسه د زلمي خليزاد په فرمايش، د استاد عبدالرب رسول سياف په کور کې جوړه شوې وه او اجنډا يې د افغانستان لپاره د موقت حکومت جوړول ول.

 

سرچينو سرخط ورځپاڼې ته ويلي دي چې خليلزاد په دغه جلسه کې پخواني جهادي مشران او له حکومت څخه ماڼېجن اوسني سياسيون وربللي وو چې ويې پوښتي، څنګه، څه وخت او څه ډول موقت حکومت جوړ شي.

 

زلمي خليلزاد به د جهاديانو د خولو تر بويولو او له دوی سره تر غوږ جنګولو وروسته د جلسې مالومات او پکې ورکول شوي نظرونه د امريکا حکومت ته رسول.

 

دغې جلسې ته په نورو سياسي مشرانو سربېره، د حزب وحدت اسلامي مردم افغانستان مشر محمد محقق او د حزب وحدت مشر کريم خليلي هم وربللي شوي ول.

سرخط ورځپاڼې ته په ورکول شويو مالوماتو کې ويل شوي دي چې محقق تر جلسه مخکې د خليلي کور ته ځي او پوهوي يې چې په دغه جلسه کې دي برخه نه اخلي.

 

محقق، خليلي ته ويلي دي چې موقت حکومت د دوی په ګټه نه دی او بايد په دغسې جلسو کې له خليلزاد او نورو سره برخه وا نه خلي.

 

"محقق خليلي ته ويلي و چې اوسنی حکومت که هر څنګه دی، له ولسمشر سره که دوی هر څومره ستونزې لري، خو په زور د ولسمشر ايسته کول او موقت حکومت جوړول نه د دوی دواړو او نه يې د پلويانو په خير دی. محقق دا هم خليلي ته ويلي ول چې تر راتلونکيو ټاکنو پورې بايد هر څنګه ستونزې، شخړې او کشالې چې وي، له اوسني حکومت او ولسمشر سره ګوزاره شي، ځکه کوچنۍ تېروتنه غټ تاوانونه لري."

 

سرچينې وايي، خليلي د محقق خبره منلې، خو زړه ته يې نه لوېده چې محقق دې رښتيا په دغه جلسه کې برخه وا نه خلي.

 

"خليلي صاحب ناارامه و، د شپې تر هغه وخته چې محقق ويده کېده، پنځه ځله يې زنګ ورته وهلی و. د خليلي ناارامي له دې امله وه چې کېدای شي محقق به دی تېر ايستی وي، خپله به يې په جلسه کې برخه اخيستې وي، خو چې ډاډه شو چې محقق په کور کې ويده شو، بيا يې زنګ و نه واهه."

 

د خليلزاد دغه جلسه د دغو دوو سياسي مشرانو له ګډون پرته تېرېږي او په سبا چې ولسمشر په کيسه او د محقق په کارنامه خبرېږي، د مننې لپاره زنګ ورته وهي.

 

په دې سربېره، ولسمشر له محقق سره په خبرو کې له هغه لا زيات خوشحاله کېږي، هماغه لحظه امر کوي چې يو خارج‌رتبه بست دې جوړ او محقق دې ورباندې په سياسي او امنيتي چارو کې د ولسمشر ارشد سلاکار وټاکل شي.

 

د ارګ د کرم دسترخوان نور هم ويړېږي او محقق ته د امنيت شورا په جلسو کې د ګډون برخه هم ورکوي.

 

که څه هم ولسمشر او محقق دواړه په دغه ګمارنه او انعام له يو بل څخه خوشحاله دي، خو د محقق په پلويانو کې د هغه له خوا د ولسمشر د دغه وړانديز منل، نه يوازې د محقق خپل، بلکې د هغه د پلويانو توهين بلل کېږي.

 

د حزب وحدت اسلامي مردم افغانستان ځينې غړي او پلويان وايي، محقق په دې کار، په لوی لاس ځان سپک او د ماشومانو په ډله کې وشمېره.

 

دوی وايي، محقق يو وخت د ولسمشر د وياند مخکېني مرستيال او اوسنی سلاکار شاه حسين مرتضوي د "قنار نجاست" غوندې په سپکو نومو ياداوه، خو اوس يې د ولسمشر د وړانديز په منلو ځان د هغه کچې ته ټيټ او د سلاکارانو په صف کې ودراوه.

 

محمد محقق تر دې وړاندې ولسمشر هم په همداسې ځينو سپکو نومونو ياد کړی و.

په دې سربېره، د ښاغلي محقق پلويان وايي، ولسمشر په دغه "خرابات" کې هم له محقق سره "ګوته " کړې او تېر ايستی يې دی.

دوی وايي، د ولسمشر په فرمان کې محقق ته د امنيت شورا په جلسو کې د برخې ورکولو تر څنګ "حسب لزوم ديد" ويل شوي او دا په دې مانا چې که اړتيا وه، راځي به، که اړتيا نه ليدل کېده، دغو جلسو ته به نه وربلل کېږي.

د محقق دفتر په دې اړه په خپلو څرګندونو کې ويلي دي چې دا يو سياسي تفاهم او د جمهوريت د ساتنې په برخه کې د دوی د هڅو د لړۍ يوه برخه ده.

د ده دفتر ويلي، دا د محقق لپاره يو سياسي امتياز نه، بلکې په اوسني حکومت کې د دوی د مشارکت او د جمهوريت د ساتنې په لړ کې د سولې له پروسې د ملاتړ برخه ده.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې