محب طالبان په غوږ وهلي چې د بهرمېشتو مشرانو لپاره دې خپل اولادونه نه يتيمانوي
۲۳ جدی ۱۳۹۹ 148430 0 نظر سرخط ورځپاڼه

محب طالبان په غوږ وهلي چې د بهرمېشتو مشرانو لپاره دې خپل اولادونه نه يتيمانوي

 

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمد الله محب په خپلو وروستيو څرګندونو کې طالب اورپکي په غوږ وهلي دي چې د خپلو هغو مشرانو لپاره دې چې له افغانستانه د باندې ښه ژوند لري، ځانونه نه بربادوي.

ډاکټر محب په ۲۰۱ سېلاب قول اردو کې د خبرو پر مهال وويل، په جنګ اخته طالبان چې د چا له لپاره ځانونه وژني، هغه مشران يې په نورو هېوادو کې په مزو بوخت دي.

 

"تاسې چې د چا لپاره جنګېږئ، هغوى په ارامه فضا کې په کوټه، پېښور او کراچۍ کې ژوند کوي، اولادونه يې په نورو هېوادونو کې رالوى شوي دي، له افغانستان سره د زړه تړاو نه لري، تاسې د هغوى د واک لپاره خپل ځانونه مه قربانوئ، د افغانستان شتمنۍ مه ورانوئ، که سوله کوئ خداى مو راوله."

محب طالبانو ته ويلي، د افغانانو زړونه پر تاسې خوږېږي، يوه استخباراتي اداره تاسې د خپل هدف لپاره استعمالوي، پر تاسې ستاسې کور ورانوي.

د هغه په خبره، که دا جنګ دومره مقدس وي، ولې يې دا مشران نه کوي، ولې خپل اولادونه نه رالېږي، هغوى د واک لپاره  خپله سوداګري او قاچاق پر تاسې ساتي، د هغوى لپاره مه ځان قربانوئ او مه خپل کور ورانوئ.

ډاکټر محب په خپلو دغو څرګندونو کې وويل چې طالبان کمزوري شوي، همدا اوس د کندهار او هلمند ولايت لپاره يې له ټول افغانستان څخه خلک راټول کړي، خو څوک ورسره نوره همکاري نه کوي.

 

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې