محب طالبان په غوږ وهلي چې د بهرمېشتو مشرانو لپاره دې خپل اولادونه نه يتيمانوي
۲۳ جدی ۱۳۹۹ 37 0 نظر سرخط ورځپاڼه

محب طالبان په غوږ وهلي چې د بهرمېشتو مشرانو لپاره دې خپل اولادونه نه يتيمانوي

 

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمد الله محب په خپلو وروستيو څرګندونو کې طالب اورپکي په غوږ وهلي دي چې د خپلو هغو مشرانو لپاره دې چې له افغانستانه د باندې ښه ژوند لري، ځانونه نه بربادوي.

ډاکټر محب په ۲۰۱ سېلاب قول اردو کې د خبرو پر مهال وويل، په جنګ اخته طالبان چې د چا له لپاره ځانونه وژني، هغه مشران يې په نورو هېوادو کې په مزو بوخت دي.

 

"تاسې چې د چا لپاره جنګېږئ، هغوى په ارامه فضا کې په کوټه، پېښور او کراچۍ کې ژوند کوي، اولادونه يې په نورو هېوادونو کې رالوى شوي دي، له افغانستان سره د زړه تړاو نه لري، تاسې د هغوى د واک لپاره خپل ځانونه مه قربانوئ، د افغانستان شتمنۍ مه ورانوئ، که سوله کوئ خداى مو راوله."

محب طالبانو ته ويلي، د افغانانو زړونه پر تاسې خوږېږي، يوه استخباراتي اداره تاسې د خپل هدف لپاره استعمالوي، پر تاسې ستاسې کور ورانوي.

د هغه په خبره، که دا جنګ دومره مقدس وي، ولې يې دا مشران نه کوي، ولې خپل اولادونه نه رالېږي، هغوى د واک لپاره  خپله سوداګري او قاچاق پر تاسې ساتي، د هغوى لپاره مه ځان قربانوئ او مه خپل کور ورانوئ.

ډاکټر محب په خپلو دغو څرګندونو کې وويل چې طالبان کمزوري شوي، همدا اوس د کندهار او هلمند ولايت لپاره يې له ټول افغانستان څخه خلک راټول کړي، خو څوک ورسره نوره همکاري نه کوي.

 

د ډاکټر محب امريکايي سيال وايي، له طالبانو سره اړيکې بيا ارزوي

Jan 23, 2021 29

امنيت شورا وايي، د امريکا د ملي امنيت سلاکار جیک سالیوان د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمد الله محب ته په ټلېفون ويلي چې له طالبانو سره د امريکا شوې هوکړه او سولې پروسه [...]

محب د څلورو ولايتونو امنيتي حالت ارزولی

Jan 21, 2021 29

ملي امنيت شورا وايي، د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن له ولسمشر غني سره يو ځای په سفر کې د څلورو ولايتونو له مهمو امنيتي چارواکيو سره پر امنيت غږېدلی.

امريکا له طالبانو سره پر شوي تړون له سره غور کوي

Jan 20, 2021 29

د امريکا د دفاع وزارت لپاره نوماند وزير انتوني بلينکن وايي، افغانستان ترهګرو ته نه شي پرېښووای او له همدې امله به له طالبانو سره د امريکا پر شوي تړون له سره غور کېږي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې