بلوچستان؛ د پاکستان پر سرحدي پوليسو بله چاودنه شوې
نن د بلوچستان د کيچ په تربت سيمه کې د پاکستاني پوليسو پر يوه پوسته چاودنه شوې ده چې له امله يې د لومړنيو مالوماتو په اساس، پنځه ژوبل شوي دي.
په سيمه کې سرچينې وايي، په چاودنه ګڼ شمېر پاکستاني پوليس وژل شوي، خو حکومت يې تر اوسه وژل کېدل نه دي منلي.
په چاودنه کې ژوبل شوي کسان ټول د پاکستان د سند او پنجاب ايالتونو اوسېدونکي دي او په دې سربېره، د پېښې په ځای کې د پوليسو دوو موټرو هم اور اخيستی دی.
0 نظرونه