په غزني کې بيا چاودنه شوې
۲۱ جدی ۱۳۹۹ 145156 0 نظر سرخط ورځپاڼه

په غزني کې بيا چاودنه شوې

د غزني امنيتي چارواکي وايي، نن څلور بجې د غزني ښار د دويمې امنیتي حوزې اړوند سرې میاشتې ته څېرمه په یو بایسکل کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله يو تن شهيد او درې نور ژوبل شوي.

د غزني د امنیه قومنداني ویاند احمد خان سیرت وايي، ټپیان د غزني ملکي روغتون ته انتقال شوي دي.

بېګا د غزني ښار په روضه کې د پوليسو يوه پوسته هم طالبانو نيولې چې وسلې او څو سرتېري يې ورڅخه له ځان سره وړي.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې