فېسبوک د محمد محقق پاڼه تړلې
۲۱ جدی ۱۳۹۹ 40 0 نظر سرخط ورځپاڼه

فېسبوک د محمد محقق پاڼه تړلې

 

د ولسمشر نوی ټاکل شوی ارشد سلاکار محمد محقق وايي، د فېسبوک ادارې يې پاڼه ور تړلې ده.

محقق وايي، سره له دې چې پاڼه يې تاييد شوې وه، خو د امريکا پر کانګرس د مظاهره چيانو د ورختلو په اړه چې يې خپل نظر څرګند کړ، فېسبوک يې پاڼه ور وتړله.

محقق وايي، اوس يې ټوله اسره ټويټر ته ده او هيله لري چې هغه يې و نه تړي.

په روزګان کې ۲غبرګو چاودنو ۱۲ تنه شهيدان او ژوبل کړي

Jan 26, 2021 29

د روزګان په مرکز ترين‌کوټ کې پرله‌پسې دوه چاودنې شوې چې له امله يې څلور تنه شهيدان شوي او اته نور ژوبل دي.

ايټاليا له افغانستان سره د همکاريو ډاډ ورکړی

Jan 26, 2021 29

د افغانستان ملي امنيت شورا وايي، د ايټاليا د دفاع وزير لورنزو ګوريني، د ملي امنيت له سلاکار ډاکټر حمدالله محب سره په ليدنه کې له افغانستان سره د خپل هېواد د همکاريو ډاډ ورکړ.

د ډاکټر محب امريکايي سيال وايي، له طالبانو سره اړيکې بيا ارزوي

Jan 23, 2021 29

امنيت شورا وايي، د امريکا د ملي امنيت سلاکار جیک سالیوان د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمد الله محب ته په ټلېفون ويلي چې له طالبانو سره د امريکا شوې هوکړه او سولې پروسه [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې