ځينې جهاديان وايي، که د ساتونکيو له نېستي مړه شي، خون يې د حکومت په غاړه دی
امنيت شورا وايي، د ځينو جهادي مشرانو او سياسيونو هغه ليک يې تر لاسه کړی دی چې دوی ولسمشر ته لېږلی او پکې ليکلي يې دي چې که يې حکومت ساتونکي کم کړي او دوی ومري، ملامت به ارګ وي.
پخوانيو جهاديانو او سياسيونو په دغه ليک کې ولسمشر ته ليکلي دي چې د يوه "نامعقول او تبعیضي" چلند په اساس يې ساتونکي کم شوي او په دې توګه ترهګرو ته دوی پر ميدان پرېښوول شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند مولوي رحمتالله اندړ وایي، دوی دغه لیک تر لاسه کړی او په خبره یې، د وتلو څېرو فزیکي امنیت ته یې ډاډمن تدابیر نیولي دي.
اندړ وايي، تر دې مخکې د دغو جهادي او سیاسي مشرانو د امنیت پر تأمین د کال څلور میلیارډه افغانۍ راتلې، خو اوس تر لازمو اصلاحاتو وروسته دغه لګښت ۱،۲ میلیارډه افغانیو ته راټیټ شوی چې حکومت یې ورکوي.
دغه اعتراضي لیک چې یوه کاپي یې ټولنیزو رسنیو ته راوتلې، د ولسمشر د پخوانیو مرستیالانو مارشال عبدالرشید دوستم، محمد یونس قانوني او کریم خلیلي، د بهرنیو چارو پخواني وزیر صلاحالدین رباني، د اجرايیه ریاست د پخواني مرستیال محمد محقق، د ولسمشر د پخواني فوقالعاده استازي احمد ضیا مسعود، سید حامد ګیلاني او ذبیحالله مجددي لهخوا لیکل شوی دی.
په لیک کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار او د جهادي څېرې عبدرب الرسول سیاف نومونه هم لیکل شوي، خو دې کسانو له خپلو نومونو سره لاسلیکونه نه دي کړي.
امنيت شورا وايي، کریم خلیلي ۱۲۵ ساتونکي لري، د محمد محقق ساتونکي ۱۵۰ دي او دغه راز د مارشال عبدالرشید دوستم ۱۸۰ تنه دي، که دوی او نور سیاسي او جهادي مشران غواړي لا ډېر ساتونکي ولري، کولای شي په خپلو شخصي لګښتونو د عامه ساتنې تصدي سرتېري استخدام کړي.
0 نظرونه