په کوټه کې د کانکيندونکيو له حلالونې ژوندی پاتې افغان پوليسو نيولی
په پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي، په کوټه کې د کانکيندونکيو له حلالونې څخه يو ژوندی پاتې افغان، پاکستاني پوليسو نيولی او له ځان سره يې چېرته پټ ساتي.
دغه افغان ځوان د افغانستان له شمال څخه هلته تللی و، د ډبرو سکرو په يوه کان کې يې کار کاوه او په هغه ورځ چې وسلهوالو د ده ملګري حلالول، دی ورڅخه ژوندی پاتې شوی دی.
په پاکستان کې د افغانستان سفارت د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ته په يوه ليک کې چې يوه کاپي يې سرخط ورځپاڼې ته په لاس ورغلې، غوښتنه کړې ده چې دغه زنداني افغان ته دې د سفارت د يوه کونسلر رسېدو ته اجازه ورکړي.
په ليک کې ويل شوي دي چې په دغه پېښه کې اووه افغانان حلال کړل شوي دي او د پاکستان حکومت دې افغانستان ته د جسدونو په لېږد کې همکاري وکړي.
په ليک کې وړاندې ويل شوي؛
"موږ داسې مالومات لرو چې له دغې پېښې څخه يو افغان کارګر ژوندی پاتې شوی چې اوس د پاکستان د پوليسو په ولکه کې دی، که د سفارت يوه کونسلر ته له دغه ځوان سره د ليدو اجازه ورکول شي، خوشحاله به شو."
دا ځوان څنګه ژوندی پاتې شو؟
پاکستاني پوليس وايي، دوی شک لري چې له پېښې څخه ژوندي پاتې شوي ځوان به په پېښه کې لاس درلود، ځکه خو يې د پوښتنو ګروېږنو په موخه له ځان سره ساتلی.
دغه ځوان په لومړنيو پلټنو کې پوليسو ته ويلي دي چې هغه وخت چې وسلهوالو د ده ملګري له کان څخه بېول، دی د باندې تللی و، ځکه دا وخت وفقه وه او کار ولاړ و.
په پېښه کې څو افغانان حلال شوي؟
په پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي، په دغه پېښه کې اووه تنه افغانان شهيدان شوي دي او دوی پاکستاني حکومت ته ورياده کړې ده چې وطن ته د جسدونو په وړلو کې دې ورسره همکاري وکړي.
سفارت وايي، په پېښه کې له شهيدو افغانانو سره، په پاکستان کې د مهاجرت کارټونه هم ول چې د همدې هېواد د نادرا ادارې له خوا ورکول شوي.
خو پاکستان بيا وايي، له حلالو شويو کسانو سره د مهاجرت کوم کارټ نه دی موندل شوی.
په کوټه کې د متحده وحت المسلمين بلوچستان د ډلې وياند سيد محمد هادي چې اوس د همدې شهيدانو د شهادت په غبرګون کې پرلت کوي، وايي، اصلا دا مهمه نه ده چې حلال کړل شوي کسان افغانان دي، که د هغه ځای اوسېدونکي.
دی وايي، سمه ده و به منو چې شهيدان افغانان دي، خو ولې پاکستان ته يوه اوونۍ وروسته دغه موضوع دومره مهمه شوه.
د هادي په خبره، پاکستان غواړي په يوه نه يوه توګه دغه رسوايي او دسيسه پټه کړي، ځکه دغسې ګډې وډې وايي.
1 نظرونه
zntnugyyrn
پنجشنبه، ۲۸ حوت ۱۳۹۹پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply