د اندونېزيا يوه الوتکه له سپرليو سره ورکه شوې
نن د اندونېزيا يوه الوتکه له هوايي ډګر څخه تر پورته کېدو لږ وروسته له رادار څخه ورکه شوې او تر اوسه پورې له خپلو دوه شپېتو تنو سپرليو سره تري تم ده.
دغه الوتکه د اندونېزيا له پلازمېنې جکارته څخه د کالي مانتن ايالت پونتیانک ښار ته الوتې وه.
هلته اوس ځينې داسې اوازې هم دي چې په سمندر کې کب نيوونکيو ځينې داسې پرزې او د جامو ټوټې موندلې چې ښکاري له کومې راپرېوتې الوتکې څخه به په لاس ورغلې وي.
دغه مسافرو وړونکې بوينګ 737-500 الوتکه اووه ويشت کاله مخکې جوړه شوې وه، نن تر غرمې وروسته، په دوه نيمې بجې له هوايي ډګره الوتې او لږ وروسته ترې تم شوې ده.
الوتکې د توند باران له امله نيم ساعت خپله الوتنه هم ځنډولې وه.
0 نظرونه