ولسمشر خارج‌رتبه بست جوړ کړی او محقق يې پرې خپل سلاکار ټاکلی
۲۱ جدی ۱۳۹۹ 172324 0 نظر سرخط ورځپاڼه

ولسمشر خارج‌رتبه بست جوړ کړی او محقق يې پرې خپل سلاکار ټاکلی

 

ولسمشر محمد اشرف غني تر حکومتي رتبو يو لوړ بست منظور کړی او محمد محقق يې ورباندې خپل سلاکار ټاکلی دی.

په يوه فرمان کې چې يوه کاپي يې سرخط ورځپاڼې ته په لاس ورغلې، ولسمشر په امنيتي او سياسي چارو کې د ولسمشر د ارشد سلاکار په نوم يو خارج‌تبه بست منظور کړی دی.

په همدې بست يې محمد محقق په سياسي او امنيتي چارو کې خپل ارشد سلاکار ټاکلی او د امنيت شورا په جلسو کې يې د هغه ګډون منظور کړی دی.

تر دې وړاندې ولسمشر د مارشال دوستم لور هم په مشرانو جرګه کې د سناتورې په توګه ټاکلې وه چې خلک يې غوسه کړي ول.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې