انټروال ختم، ډرامه شروع؛ د قطر پلاوی په تورو نخودو پسې ترکستان ته تللی
قطر ته د افغانانو د سولې مرکچيان هم رسېدلي او ملا برادر او بانډ يې هم پاکستان تر شا پرې اېښی. دواړو غاړو وړمه ورځ غوږ جنګولی او اوس به په اصطلاح د سولې د جرګې دويمه برخه پيلوي.
څه ښايسته نوم يې پر څه بېخونده ډرامه ايښی دی.
د يوه داسې وطن لپاره چې قرنونه او پېړۍ يې په جرګو او مرکو کې تېرې شوې، د تاريخ ټولې شخړې يې په جرګو هوارې کړې، په سيمه کې جرګه د شخړو او کشالو لپاره د دغه وطن د حل ځانګړې او ګټوره لاره بلل کېږي، حتا د جرګو دومره اوږده تجربه لري چې د جرګو او مرکو پرېکړې يې د انسانانو ډيايناې او لاشعور ته ننوتې، ووړ ماشوم يې لا پوهېږي چې که دې د چا سترګه وايسته، بدل يې څه دی، که د چا پر کور وروختې، تاوان به څه ورکوې، که دې وواژه، که دې لاس پرې پورته کړ، که دې غاښ ور وايست، که دې يې د کور پر څاروي وار وکړ، کومه سزا به وينې، د داسې وطن او ملت لپاره د دومر اوږدې جګړې درولو ته د سولې داسې ريشخند جرګه مرګ نه دی، څه دی؟
عجيبه پروسه ده، يو لوری يې طالب دی چې مخامخ د پاکستان نماينده، ځيرهخور او په پښه تړلی نوکر دی چې په هيڅ صورت د افغان انسان استازولي نه شي کولای، بل طرف يې ماشومان يا داسې بوډاګان دي چې خبرې يې نه دي زده، نيم يې د کابل تر خېرخانې او نيم يې تر ارغندۍ هاخوا نه دي تېر شوي، شرط درسره تړم پوښتنه ځنې وکړئ، د افغانستانو د ټول ولايتونو نومونه در ته اخيستای شي؟ همدا کسان بيا د دې وطن د خاورې د سړي په استازولي د سولې مېز ته ناست دي او دلته خلک ورته په تمه دي چې لېوان به واښه وخوري، طالبان به سوله وکړي او افغانان به له جنګه خلاص شي.
په پلاوي کې به په سختي دوه درې داسې کسان پيدا کړئ چې نرخ، څلی، کاڼی، خبره، پور، نانواتې، نوا، تيږه، پلو، پټکی او زارۍ وپېژني، پاتې نور يې حتا د جرګو اصطلاحات او توري لا نه پېژني.
دې وطن کلي په کلي جرګهماران درلودل، د خبرو سړي به يې بلل، شخړه، کشاله او بدي چې به هر څومره درنه وه، پر پوله او حجره به يې څادر درته هوار کړ، يوه ترخه شوروا به پخه شوه او ځنګون په ځنګانه به درسره کښېنوست، ويل به يې راشه چې حل يې کړو، چا د جرګې لپاره په څلورو او پنځو ستوريزو هوټلونو کې شپې نه تېرولې.
سوله که يو وخت راتله هم، راغلې به وای، خو اوس له شرمه نه راځي.
د يوې پروسې چې تهداب يې د دې وطن د مجبوريتونو، نزاکتونو، اړتياوو، غوښتنو او هيلو په اساس نه وي ايښوول شوی، بلکې ورسره په ټکر کوي، تمه ځنې کول، له زاڼو د کټوري غوښتل دي.
د جرګې او مرکې يو اصل دی چې د جرګې پر وخت به وينه درېږي، وژنې به نه کېږي، دواړه غاړې به اوربند کوي، خو د دې خاورې او خلکو له مزاج سره د سولې د دغې ټکر پروسې له شروع کېدو سره، وينه بهېدل دوه چنده شول، هره ورځ سړي مري، نه يې د پوښتنې څوک شته، نه يې قاتل مالومېږي.
طالب ښه پلمه زده کړې، وايي، وژني دوی نه کوي، کوم درېيم ځواک دی چې خلک وژني او غواړي د سولې پروسه بدنامه کړي.
د طالب دې مخ تور شي په دې خبره چې کوي يې، که کوم ځواک وي او د سولې ډرامه تخريبوي، نو بهرنيان ولې نه وژني چې په هماغه ورځ کيسه يو طرفه شي.
ستاسې به ياد وي، د کابل په مکرويانو کې يو بهرنی ووژل شو، له کوټې تر قطره د طالبانو غوږونه ټرمپ ته په توبو او کشولو له بنده وختل.
رښتيا دا ده چې دا وژنې، دا وينې، دا سړي تښتونې، دا ورانی، دا چاودنې او ځانمرګي او له مدني فعالانو، تر مخورو او بيا خبريالانو پورې ټول د طالب له لاسه وژل کېږي، له امريکايي او بل بهرني سره خو يې ګوتې پټې دي چې د ګل وار نه ورباندې کوي، پر شوبلو او موټرو يې طالبان له ږيرو او توپکو سره پيره درېږي او زور يې زما د خاورې تر انسان باسي.
قطر ته زموږ له تلليو مرکچيانو يوه يې هم يوه ورځ کوم طالب هلته تر ږيره و نه نيو چې دا خلک ولې وژنې؟ که يې ته نه وژنې، نو بيا دا سوله له تا سره موږ ته څه ګټه لري، خو ته به راشې، د وطن او خلکو د اوږو بار به يې او دغه درېيم ځواک به وژنې همداسې کوي، زموږ خو به هسې هم وينې بهېږي، ستا په ساتنه به هم موږ ستړي يوو.
د جرګې يو بل اصل دا دی چې وخت يې ټاکلی او مالوم وي، تر کومه به دغه بې خونده ډرامه همداسې چالانه روانه وي؟ کال، دوه کاله، درې، پنځه، څو؟
تر هغه وروسته بايد کرښې مالومې شي، حدود وټاکل شي، که يو لوری تر پايه د زور خبره کوي، سزا يې څه ده، که بل انعطاف نه کوي، کوم فشار به پرې راوړل کېږي، که څوک په لږ څه غاړه نه باسي، څه به ورسره کېږي؟
له امريکا نيولې تر ارګه او بيا دوحې ته تر تللي پلاوي، څوک ويلای شي چې په دې جرګه کې دا مشخصه شوې چې که طالب له جرګې څخه، له سولې کولو پرته ولاړېږي، انجام به يې څه وي؟
يو کال به دا کيسه روانه وي، دوه به روانه وي، درې، څلور يا پنځه کاله، اخېر به انرژي لګېدلې، وخت ضايع شوی، وينې بهېدلې او ملا صاحب څادر په اوږه کړي، پر خېټه به لاس تېروي چې دا سوله ده ته واره نه کوي، ناغه، پور او سزا به يې بيا څه وي؟ دا ضمانت شته چې د همدې پروسې پايله به سوله وي، که به بيا بېرته زموږ بوډاګان لکڼې ټکوي را روان به وي چې ولا سوله و نه شوه، موږ هڅه ډېره وکړه، خو کرک مړ شو؟
که پلان دا وي چې پر سوله د خلکو باور ختم کړي، له نظامه د خلکو زړه تور کړي، وخت ضايع شي، پام په بله واړول شي، له يوه ارام او هوسا ژوند څخه د خلکو تمه د تل لپاره وايستل شي، دا ځل د سولې په نوم د ولس غاړه لکه د قرباني د اوښ اووه ځايه غوڅه شي، خلک مجبور کړل شي چې غاړه کېږدي او جنګ ته اوږه ورکړي او د سولې له نامه د خلکو کرکه وشي، نو بيا دا وړ پلان او ښه پروسه ده، خو که هدف سوله وي، نو دا ريشخند دی او پر يوه نړيوال سټېج پر ځان ملنډې وهل او خپله لمن پر سړ اړول دي.
که موخه سوله وي، نو بايد پلاوی تغير وکړي، که هدف اوربند وي، نو جرګه دې وطن ته راوړل شي، که مقصد هوسايي، ارامي او د جنګ ختمول وي، نو بيا دې د ټرمپ پر خواهشونو، د پاکستان پر فرمايشونو، د هيبةالله پر نازونو او د ولسمشر غني پر وړانديزونو کاڼی کېښودل شي، د جرګې او خبرو اساس دې د دې خاورې پر اړتياوو، د خلکو پر غوښتنو، مجبوريتونو، نزاکتونو، ستونزو، ناخوالو، هيلو او امېدونه کېښوول شي چې سولې ته ورسېږو، کهنه د يو شل او يو بوډاګانو، معلولينو، ماشومانو او تورسرو پلاوی مو، په تورو نخودو پسې، ترکستان ته تللی.
1 نظرونه
vdhlmngnto
دوشنبه، ۲۵ حوت ۱۳۹۹پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply