په کندهار کې درې پنځوس طالبان وژل شوي
ملي دفاع وزارت وايي، سرتېرو د کندهار په دوو ولسواليو کې تر پنځوس زيات طالبان وژلي او ګڼ شمېر نور يې له پښو غورځولي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږل شوې اعلاميه کې ويل شوي چې د کندهار په ارغنداب او خاکرېز ولسوالیو کې طالبانو د سرتېرو پر پوستو بريدونو ته چمتوالی نيو چې سرتېري ورباندې خبر شول.
په اعلاميه کې ويل شوي دي چې افغان ځواکونو دغه وسلهوال په نښه کړل چې په نتېجه کې یې درې پنځوس طالبان وژل شوي او پنځلس نور يې ټپي شوي دي.
په دې سربېره، د طالبانو د ماینونو یوه لويه زېرمه هم لهمنځه وړل شوې.
0 نظرونه