ټرمپ سر کښېود؛ کانګريس د بايډن بريا تاييد کړه
۱۸ جدی ۱۳۹۹ 159972 0 نظر سرخط ورځپاڼه

ټرمپ سر کښېود؛ کانګريس د بايډن بريا تاييد کړه

 

د امريکا پر کانګرس د ډونلډ ټرمپ د پلويانو تر بلوسه وروسته، د امريکا کانګرس جوبايډن د وروستيو ټاکنو ګټونکی اعلان کړ او ټرمپ هم اعلان وکړ چې واک به په سوله‌ييزه توګه خوشې کړي.

پرون ناوخته د ټرمپ پلويان د امريکا پر کانګرس ور وختل او ګډوډي يې جوړه کړه. په دغه ګډوډي کې څلور تنه ووژل شول او دوه پنځوس نور نيول شوي دي.

تر لګه درګه وروسته د کانګرس غونډه له سره پيل او په ټاکنو کې يې د جوبايډن بريا تاييد کړه.

په دې اساس، جوبايډن په درې سوه شپږ رايو بريالی او ټرمپ د دوه سوه او دوه دېرش رايو په اخيستو ناکامياب اعلان شو.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم دغه پرېکړه منلې او ويلي يې دي چې واک به په سوله‌ييزه توګه جوبايډن ته ورخوشې کړي.

ټاکل شوې چې ديارلس ورځې وروسته به ټرمپ سپينه ماڼۍ تر شا پرېږدي.

بلوڅو يو موټر پاکستاني پوځيان الوځولي

Aug 13, 2021 29

د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، د بلوچستان په کوټه ښار کې يې يو موټر پاکستاني پوځيان په بم الوځولي دي.

وسله‌والو هغه کسان وژلي چې د پاکستان بيرغونه يې خرڅول

Aug 10, 2021 29

په داسې حال کې چې پاکستانيان د پاکستان د زېږېدو د کاليزې نمانځلو ته تياريانې نيسې، بلوڅ وسله‌والو په کوټه ښار کې پنځه تنه هغه دوکانداران وژلي چې د پاکستان بيرغونه او د زېږېدو [...]

بلوڅو په تربت کې پاکستاني پوځيان په بمونو الوځولي

Aug 10, 2021 29

د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، جنګياليو يې د بلوچستان په تربت سيمه کې د پاکستاني پوځيانو يوې پوستې ته بمونه ورغورځولي او خپله ورڅخه روان شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې