هوايي ځواک د طالبانو ولسوال وژلی
۲۱۵ ميوند قول اردو وايي، د هلمند د سنګين لپاره د طالبانو هسې مازې ولسوال يې په يوه هوايي بريد کې وژلی دی.
سرخط ورځپاڼې ته په رالېږليو مالوماتو کې دغې قول اردو ويلي دي چې هوايي ځواک په سنګين کې د طالبانو مرکزونه په نښه کړي ول چې پکې همدا ولسوال وژل شوی.
دوی د طالبانو د وژل شوي ولسوال نوم ملا شفيع الله ښوولی چې په سيمه کې به خلکو ورته مولوي ناظم ويل.
0 نظرونه