ډاکټر محب د کندهار نوی والي ولايتي ادارې ته ور وپېژانده
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمد الله محب نن د کندهار نوی والي روح الله خانزاده د کندهار ولايتي ادارې ته ور وپېژاند.
په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې ډاکټر محب وویل، د کندهار د امنیتي وضعیت د لا ښه توب او سرتېریو په لیکو کې د مثبت تغییر لپاره بشپړ امکانات چمتو دي او حکومت د نوي والي ملاتړ کوي.
محب نن د يوه لوړپوړي حکومتي پلاوي په مشر کندهار ته تللی او ټاکل شوې چې هلته به روان امنيتي وضعيت له نږدې وګوري.
0 نظرونه