استاد عطا پر ولسمشر ټلېفون ’کټ‘ کړی
څو ورځې وړاندې د طالبانو د قطر د دفتر مشر ملا برادر اخوند په پاکستان کې د جنګ ټپي طالبانو ته په وينا کې پر ولسمشر ټرمپ د ټلېفون د "کټ" کولو خبره کړې وه، خو نن عطا محمود نور ادعا کړې چې ولسمشر ورته زنګ واهه، خو ده وار له مخه دغه اړيکه پرې کړې ده.
عطا محمود نور وايي، ولسمشر د روغتيا د ګوښه شوي وزير احمد جواد عثماني په اړه ورسره خبرې کولې او د ده په خبره، ولسمشر غوښتل غوږ ورسره وجنګوي، خو دا چې ده پر ولسمشر او د هغه په خبرو باور نه درلود، زړه يې ښه نه کړ چې د ولسمشر غږ واوري.
عطا وايي، شرط يې دا و چې اول بايد عثماني بېرته پر خپله څوکۍ کښېني او بيا ده ته زنګ ووهل شي، خو داسې و نه شول.
1 نظرونه
Farman mukhlis
یکشنبه، ۱۴ جدی ۱۳۹۹پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply