د کندهار والي له دندې ګوښه کړل شو
په ارګ کې سرچينو سرخط ورځپاڼې ته وويل چې ولسمشر د کندهار والي حيات الله حيات له دندې ګوښه کړ.
د ده د ګوښه کېدو لامل هغه څرګندونې بلل شوې چې ويلي يې و په کندهار کې اويا سلنه پوليسو دندې خوشې کړې دي.
ولسمشر په يوه حکم کې روح الله خانزاده د کندهار د نوي والي په توګه ټاکلی.
0 نظرونه